د ډیورنډ کرښې په اړه افغان دولت خپل رسمي دریځ بیان کړ
دآزادی راډیو
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان دولت د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستان د سرغړونو په وړاندې غلی نه دی بلکې ډیپلوماټيکو هڅو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.
د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني د ډیورنډ پر کرښه د وروستیو ستونزو په تړاو د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، دولت او افغان ځواکونه به له دې وروسته هر هغه اقدام وکړي چې ملت یې غوښتنه کوي.
ښاغلي مستغني په دې اړه د افغان دولت رسمي موقف بیان کړ وايي، پاکستان غواړي په دې اقداماتو د دغه هېواد پر وړاندې د نړیوالو نظر بدل کړي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، ډيورنډ کرښه يوه ملي داعيه ده
ښاغلي مستغني زیاته کړه:
“د ډيورنډ فرضي کرښه یوه تاریخي مسئله او ملي داعیه ده او هېڅ حکومت د هغې په اړه د پریکړې واک نهلري، په دې اړه تصمیم یوازې د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو خلکو دی، خو د ډیورنډ د فرضي کرښې په مطرح کولو سره پاکستان د نړیوالو ذهنونو د بدلولو هڅه کوي، موږ په مستند ډول د پاکستان اصلي څېره نړیوالو ته ثابته کړې او دا هېواد اوس هڅه کوي چې په دې بحثونو عامه ذهنونه منحرف کړي.”
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان د راکټونو ورولو، یو اړخېزه تأسیساتو جوړولو، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ته د نه احترام په څېر سرغړونې کړي دي چې په هېڅ ډول موجې دلایل نهلري.
افغان حکومت تېره میاشت د پاکستان د دغو سرغړونو په وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم شکایت لیک لیږلی و او اوس تمه لري چې ملګري ملتونه به د پاکستان پر وړاندې یو پریکړهلیک صادر کړي.
د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان وروستي یو اړخېزه اقداماتو او د دې کرښې په اړه د افغان حکومت چوپتیا په وروستیو کې د ملي شورا د غړو انتقاد لاندې وه.
خو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان د سرغړونو په وړاندې یې اقدامات کړي او د پاکستان سرغړونې د هغه هېواد کمزوري ښيي نه پیاوړی دریځ.
د افغانستان د ځمکو او اوبو په اړه د څېړنیز مرکز مشر عبدالله هېواد بیا وايي، افغان دولت د پاکستان د یو اړخېزه اقداماتو په وړاندې خورا ناوخته دریځ اعلانوي په داسې حال کې چې دا موضوع د هېواد دننه په تود بحث بدله شوې ده.
نوموړی وايي:
“دا به ډېر ښه و چې افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او امنیت شورا په اوله ورځ په ملګرو ملتونو کې خپل شکایت ثبت کړی وای چې پاکستان د اغزن تار د غځولو او نورو سرغړونو حق نهلري، کله چې ټول ملت غبرګون وښوده او یو له بل سره په جنګ شول د بهرنیو چارو وزارت دریځ څرګندوي چې ناوخته دی.”
خو پوښتنه دا ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرغړونو مخنیوی څرنګه ممکن او دا کرښه کله د بحث وړ ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، د مخنیوي په اړه یې د ملت غوښتنه پرځای کوي هغه که ان د افغان ځواکونو اقدامات وي او په دې اړه بحث بیا یوازې هغه وخت ممکن دی چې په افغانستان او د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته ثبات حاکم شي.
یوسف خان ځدراڼ
نظرات بسته شده است.