د ځینو رسنیو مسؤلین: قطر کې معلوماتو ته نه‌لاسرسی د رسنیو ‘سانسور’ دی ۱ ساعت مخکې

دآزادی راډیو

د رسنیو له خبري پوښښ لیرې، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې!

د یو شمېر رسنیو مسؤلان وايي، حکومت په قطر کې د سولې مذاکراتو د خبري پوښښ په برخه کې له رسنیو سره همکاري نه‌ده کړې.

دوی وايي، افغانان په قطر کې د روانو خبرو په اړه بشپړ معلومات نه‌لري او دا په یوه ډول د رسنیو “سانسور” دی.

د کلید ګروپ اجرائیه مشرې نجیبې ایوبي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۲» په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د خبرو دواړه لوري مسؤلیت لري چې په قطر کې د روانو خبرو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، نه دا چې د رسنیو غږ ټپ کړي.
اغلې ایوبي زیاته کړه: ​”نن احساسوم چې غواړي د رسنیو غږ خاموش کړي، خو په افغانستان کې رسنۍ په تېرو ۲۰ کلونو کې دې ته رسېدلي چې د رسنیو د غږ خاموشول اسانه کار نه‌دی.”

دې غونډې ته د کابل‌نیوز ټلوېزیون په استازولۍ جیلاني ځواک وویل، په حکومت کې یو شمېر کړۍ په دې هڅه کې دي چې اطلاعاتو په ځانګړي ډول په قطر کې د روانو خبرو ته د خلکو لاسرسی محدود کړي.

د ښاغلي ځواک په خبره، په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوی هم رسنیو ته په خپل وخت معلومات نه‌ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین عبدالمنان شیوای شرق وايي، رسنۍ په قطر کې د سولې له روانو خبرو د خبري پوښښ حق لري.

ښاغلي شرق ژمنه وکړه چې په قطر کې د سولې د روانو خبرو اترو د خبري پوښښ په برخه کې د رسنیو د مسؤلانو اندېښنې او وړاندیزونه به حکومت سره شریکې کړي.
ښاغلی شرق وايي: “د افغانستان حکومت د بیان ازادۍ څخه ملاتړ ته ژمن دی. پر همدې بنسټ، زه هیله لرم چې د افغانستان حکومت رهبري او په دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوی د رسنیو لپاره ځای ځانګړی کړي.”

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د قطر په دوحه کې پیل شوې او تر اوسه هم روانې دي.

خو هغه خبریالان چې د افغان حکومت له‌خوا د دې خبرو د خبري پوښښ لپاره قطر ته تللي وو، بېرته کابل ته راستانه شوي او دا خبرې اوس د رسنیو له حضور پرته روانې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.