د پکتیا په حملو کې د امنیه قوماندان په ګډون شاوخوا ۳۲ تنه وژل شوي
تاند- د پکتیا ولایت پر امنیه قوماندانۍ د وسله والو طالبانو د نن ورځې په انتحاري او ډله ییزو حملو کې د امنیه قوماندان په شمول ۳۲ تنه پولیس وژل شوي او تر ۱۶۰ ډېر نور ټپیان دي.
احتمال شته چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات وي.
د ګردېز په روغتون کې ډاکتران وايي چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی او ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.
وسله والو طالبانو نن سهار د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ او د پولیسو پر کنډک هممهاله انتحاري بریدونه وکړل او ورپسې یې پلي کسان قوماندانۍ او د پولیسو کنډک ته ننوتل.
تر دې پخوا هم طالبانو د پکتیا ولایت پر امنیه قوماندانۍ او کنډک ورته برید کړی و خو پولیسو ته یې زیاته مرګ ژوبله نه وه اړولې.
د سږ کال په دوبي (د جون ۱۸) کې هم وسله والو طالبانو د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ او خاصې قطعې په ډله ییز انتحاري برید کې ۵ پولیس شهیدان او ۸ نور ټپیان کړل.
په دغه برید کې ۵ انتحاریانو برخه لرله.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو نن د سهار په ۹ بجې او ۴۰ دقیقې پر امنیه قوماندانۍ او د پولیسو پر روزنځای یا کنډک بریدونه پیل کړل.
د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ دا برید د شاهین قول اردو له بریده وروسته پر یوه امنیتي مرکز تر ټولو خونړی برید دی. اندېښنه ده چې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شي.
د حملې ټول قربانیان پولیس نه دی بلکې عام خلک هم وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د پېښې اکثره قربانیان هغه کسان دي چې د پاسپورت دفتر ته راغلی ول. د پاسپورت دفتر هم په همدغه ځای کې دی.
د پکتیا پوهنتون استادان وايي چې د دغه پوهنتون ۱۵ نجونې محصلانې، چې لیلیه یې قوماندانۍ ته نژدې وه، ژوبلې شوي دي.
طالبانو ویلي چې لومړی یې پر کنډک انتحاري حمله کړې او ورپسې یې د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ هم انتحاري حمله کړې ده.
د پکتیا امنیه قومنداني او د پولیسو کنډک په یو ځای کې دي.
نظرات بسته شده است.