د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بنسټګر وايي دا ځل په لاهور کې سیاسي اور بلوي

 

دآزادی راډیو

د یکشنبې په ورځ په پېښور کې لسګونه زره پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ په چوکاټ کې احتجاجي غونډه وکړه.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو بنسټګر علي وزیر وايي، دا وار په لاهور کې سیاسي اور بلوي.

علي وزیر پرون یکشنبه شپه له ازادي راډیو سره خبرې وکړې او ویې‌ویل چې راتلونکې غونډې یې په لاهور او سوات کې دي.

دی وايي:

“د مې په ۲۲مه به زه د ده په کور کې اور لګوم. په لاهور کې به اور لګوم او داسې هغه سیاسي اور به ورته لګوم. زه د ده «د پاکستان واکمنان» عام ولس خبروم چې ګوره تاته زه راغلی یم. تا زه خبرومه چې دا ستا کوم مشر دی چې په‎دې وطن کوم د لوړې طبقې پنجابی حاکم دی، د هغه په وړاندې زما ملګرتیا وکړه او دا راته ثابته کړه چې یو عام بې‌وسی پنجابی او خواریکښ پنجابی دا له ده «د پاکستان واکمنانو» سره نه‎دی.”
د سوات غونډه د مې په ۲۹مه پلان شوې ده.

علي وزیر دا خبرې د پېښور تر پرونۍ غونډې وروسته خپلې سیمې ته پر مهال له ازادي راډيو سره وکړې.

د غورځنګ یوه بنسټګر علي وزیر د پېښور پرونۍ غونډه په تاریخ کې د پښتنو د حق غوښتنې په‎پار بې‌سارې وبلله او ویې‌ویل چې تر دوو لکو کسانو ورغلي وو.

نوموړی زیاتوي:

“د پښتنو په دا لنډ تاریخ کې به داسې جلسه نه‎وي شوي. دا د دوه کروړو «دوو لکو کسانو» په شااوخوا کې وو. موږ چېرته دوی داسې پرېږدو چې په پښتنو ملنډې ووهي او د پښتنو ځوانان وتښتوي. اوس پښتانه راویښ شوي او د خپلو حقونو غوښتنه کوي.”
بېل خپروونکی
د فرانسې خبري اژانس ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه زره ملاتړو د پاکستان د قوي وسله‎وال پوځ په وړاندې مظاهره وکړه او د بې‌عدالتیو پر ضد یې غږ پورته کړ.

دې اژانس د یوه لوړپوړي پولیس چارواکي په حواله ویلي چې شااوخوا ۳۰ زره کسان دې غونډې ته ورغلي وو.

د پېښور په پرونۍ غونډه کې د پښتون غورځنګ مشر منظور احمد پشتین له ټولو پښتنو د یووالي غوښتنه وکړه، څو په خبره‌یې د ورکو پښتنو غږ به په ښه توګه پورته شي.

د پاکستان حکومتي چارواکو د پښتون ژغورنې غورځنګ له‎خوا د پرونۍ احتجاجي غونډې په اړه څه تبصره نه‎ده کړې، خو مخکې یې د غونډې د نه‌کولو وړاندیز کړی و.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.