ولسمشر غني: ملګري ملتونه دې د سيمې د هېوادونو په کچه يو کنفرانس جوړ کړي

 

امنیت او جرمونه
جاويد هميم کا کړJan 25, 2017 – 13:02
کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٥): ولسمشر غني وړانديز وکړ چې ملګري ملتونه دې، د مهمو موضوعاتو په اړه د ګډو تصامیمو په موخه د سیمې د هېوادونو په کچه یو کنفرانس جوړ کړي.

له ارګ څخه د سلواغې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرسیتال میسرو سلاو جینکا سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ولسمشر غني میسرو سلاو جینکا ته د نوې دندې د مبارکۍ پرمهال نوموړي ته په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوبونو هیله وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، میسرو سلاو جینکا ولسمشر ته د ملګرو ملتونو د نوي سرمنشي نېکې هیلې او احترامات وړاندې کړل او همدارنګه دواړو لورو د سیمې د امنیت، ثبات او سولې د تامین، هراړخیزو همکاریو، ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني د نړۍ د هېوادونو د مسایلو په برخه کې د ملګرو ملتونو د رول ارزښت ته په اشارې وویل، ملګري ملتونه دې د سیمې د مهمو موضوعاتو په اړه د بحث او ګډو تصامیمو په موخه د سیمې د هېوادونو په کچه یو کنفرانس جوړ او په دې برخه کې خپل مهم رول ترسره کړي.

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل، ملګري ملتونه د سیمې د مسایلو د مناسب حل په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دى.

هغه زیاته کړه، د سیمې په کچه د کنفرانس د جوړولو په اړه به د ولسمشر غني وړاندیز د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ورسوي.

ولسمشر غني په دغه کتنه کې په سیمه کې د ترهګرۍ او جنګ د بېلابېلو ابعادو په اړه د بحث پرمهال، د هېوادونو تر منځ دولت په دولت د اړیکو په تامین ټینګار وکړ او همدارنګه یې له غیر حکومتي عناصرو سره د ځینو دولتونو اړیکې او مناسبات د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره د اندېښنې وړ وبلل.

خو د ارګ په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي، چې له غير حکومتي عناصرو او حکومتونو څخه د ولسمشر هدف څوک او کوم هېوادونه وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.