د پاکستان پوځ: د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ سوتفاهم د افغانستان پر امنیت منفي اغېز لري

 

تاند- د پاکستان د پوځ مطبوعاتي رييس جنرال اصف غفور د چهارشنبې په ورځ /جنوري ۳/ وویل، امریکا باید دا درک کړي چې د پاکستان او متحدو ایالتونو ترمنځ سوتفاهم د سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان پر امنیتي وضعیت منفي اغېز کولی شي.

د پاکستان د پوځ ویندوی او مطبوعاتي رييس جنرال غفور له جیو نیوز تلویزیون سره په مرکه کې همداراز وویل، پاکستان به پر خپل پرستیژ (حثیت) او تمامیت معامله ونه کړي.

ده په عین حال کې په دې تاکید وکړ چې پاکستان او امریکا متحدان دي.

غفور دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ساندیرس وویل، امریکا به پر پاکستان فشار ډېر کړي او د دغه هیواد خلاف به په راتلونکو ۲۲ تر ۲۸ ساعتونو پورې اقدامات اعلان کړي.

راپورونه وايي چې امریکا پاکستان ته د ۲۰۱۷ د دسمبر تر پایه وخت ورکړی و چې د طالبانو پناهځایونه ختم کړي خو د دې نېټې له پای ته رسېدو وروسته د جنورۍ په لومړۍ نېټه ولسمشر ټرمپ په زغرده وویل چې امریکا پاکستان ته ۳۳ ملیارد ډالره ورکړي خو پاکستان یې په بدل کې دروغ ویلي او تروریستانو ته یې پناه ورکړې ده.

د ولسمشر ټرمپ د توندو څرګندونو په وړاندې د پاکستان ځواب ډېر نرم و.

خو په ملګروملتو کې د امریکا د دایمي استازې نیکي هیلي د توندو خبرو په اړه د پاکستان د پوځ ویندوی د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې نیکي هیلي هندي الاصله ده.

ده همداراز وویل، امریکا باید هغه عناصر وپېژني چې د امریکا او پاکستان ترمنځ همکاري زیانمنوي.

جنرال غفور دا هم وویل، د سیمې لپاره د امریکا پالیسي دا ده چې هند په امنیتي مسلو کې مخکښ رول ولري.

د پاکستان د پوځ ویندوی په غیر مستقیم ډول د افغانستان او سیمې په ناامنۍ کې خپل رول تایید کړ، ویې ویل «امریکا باید دا درک کړي چې زموږ او هند په اړیکو کې ستونزه شته، موږ په خپل منځ کې ناحل شوې مسلې لرو. تر څو دا مسلې حل شوې نه وي، ناممکنه ده چې په دې سیمه کې سوله ټینګه شي.»

جنرال غفور ادعا وکړه چې هند په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په تړاو خورا منفي رول لوبولی دی.

ده همداراز وویل چې هند د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان خلاف کار اخیستی او په دې هیواد کې یې د تروریزم ملاتړ کړی دی.

غفور د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د کلبهوشن یاداف یادونه وکړه.

کلبهوشن یاداف د ۲۰۱۶ په مارچ کې د پاکستان په بلوچستان کې ونیول شو. (د نوموړي په اړه ولولئ)

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.