د پاکستان پوځي او ملکي مشرانو د امریکا انتقادونو ته ځواب ورکړ

 

 

تاند- پاکستان د پوځي او ملکي مشرانو د لوړې کچې په غونډه کې د تروریزم د ملاتړ په باب د امریکا د ولسمشر او حکومت وروستیو تورونو ته ځواب ووایه.

په دې غونډه کې، چې د دغه هیواد د صدراعظم خاقان عباسي په مشرۍ جوړه شوه، د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې قوماندان زبیر حیات، د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه، د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، هوايي مارشال سهیل امان او د سمندري ځواکونو عمومي قوماندان اډمیرال محمد زکاالله ګډون وکړ.

د پاکستان د حکومت له رسمي اعلامیې سره سم، د دغه هیواد د ملي امنیت کمېټې په غونډه کې، چې نن /پنجشنبه/ ماښام جوړه شوه او ۴ ساعته یې دوام وکړ، د امریکا له لوري د افغانستان د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال د افغانستان په جګړه د پاکستان د رول او په پاکستان کې د تروریستي مرکزونو ادعا رد شوه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان ملکي او پوځي لیډرشیپ د امریکا انتقادونه ردوي او له متحدو ایالتونو غواړي چې د افغانستان په خاوره کې د خوندي پناهځایونو له منځه وړلو، د پولو ښه مدیریت (منجمینټ)، د ملیونونو افغان کډوالو بېرته ستنولو او په افغانستان کې د سولې د سیاسي بهیر پر بیا ژوندي کولو تمرکز وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت د کمېټې په اعلامیه کې، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د خپل هیواد د سنا جرګې ته ولوسته، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مرکزونو او پناهځایونو یادونه نه ده شوې خو د دې اپوټه پاکستان د افغانستان د کشالې له کبله د مهاجرو، مخدرو موادو، شخړو او مالي تاوانونو قرباني بلل شوی دی.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې پاکستان تل د سوله ییز او امن افغانستان لپاره د نړیوالو هلوځلو ملاتړ کړی دی.
په اعلامیه کې دا هم راغلي«پاکستان د افغانستان د بنسټونو او ټولنیز پرمختګ د جوړېدا لپاره تر یو ملیارد ډالره د زیاتو پیسو ژمنه کړې ده.»

د افغانستان حکومت د پاکستان له لوري د مرستو په وروستي نړیوال کنفرانس کې ۵ سوه ملیون ډالره مرسته رد کړه.

د پاکستان د پوځي او ملکي مشرانو په اعلامیه کې همداراز ویل شوي«له کلونو راهیسې پاکستان هم له امریکا او هم افغانستان سره کار کړی چې د سیاسي خبرو له لارې سوله وشي چې د پاکستان له نظره دا په جنګ ځپلي افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره تر ټولو ښه لاره ده.»

پاکستان یو وار بیا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر پر پیلېدا ټینګار کړی او په خپل ګاونډي هیواد کې یې د دایمي سولې غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې هیله څرګنده شوې چې د ستراتیژۍ په نتیجه کې به له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو د عزتمنې ستنېدا لاره هواره شي.

پاکستان تل پر افغانستان د فشار راوړلو په خاطر یا په خپله خاوره کې پر افغان کډوال نیولي، ځورولي او په زوره له پولې اړولي او یا یې د تورخم او سپین بولدک ترانزیتي لارې بندې کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.