د پاکستان پخوانی سفیر: که په افغانستان کې سوله غواړئ پر پاکستان فشار راوړئ

 

 

تاند- په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر او د پیپلز ګوند یو مشر حسین حقاني وايي، ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې باید پر پاکستان سخت فشار شامل کړي.

حسین حقاني نن /پنجشنبه/ په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې په یوه لیکنه کې ویلي، سره له دې چې افغان طالبان په افغانستان کې شاوخوا په سلو کې څلوېښت خاوره یا په کنټرول کې لري یا یې د کنټرول لپاره جنګېږي، خو مشران یې لا هم په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه عملیات رهبري کوي.

حقاني وايي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې راهیسې د امریکا تشویقي اقدامات د دې سبب شوي نه دي چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي نو پکار ده چې ښاغلی ټرمپ پر متبادلو لارو غور وکړي.

دی وايي، امریکايي چارواکي نه دي توانېدلي چې د پاکستان پر هدفونو او نیتونو پوی شي.

حقاني لیکي، د سړې جګړې او د شوروي اتحاد خلاف د افغان جهاد او وروسته د القاعده پر ضد د جګړې په مهال پاکستان د امریکا لپاره کلیدي متحد و خو د پاکستان لپاره دا اتحاد تر دې بریده و چې لا ډېرې وسلې، اقتصادي مرستې او د هند په وړاندې دیپلوماتیک ملاتړ ترلاسه کړي. هم امریکا او هم پاکستان اوس په دې مایوسي ښيي چې په جنوبي اسیا کې د دوی ګټې د یو بل خلاف دي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي، د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش حکومت وروسته له دې چې په افغانستان کې یې د طالبانو رژیم وپرزاوه، په پاکستان کې یې د دې ډلې د بیا رایوځای کېدا پروا ونه کړه او فکر یې وکړ چې د پاکستان له لوري د القاعده د یو شمېر غړیو نیونه د پاکستان د همکارۍ د ثبوت لپاره کافي ده.

حقاني د اوباما له لوري د پاکستان په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د ځینو طالبانو په نخښه کول په دې خاطر بې ګټې بللي چې د طالبانو مشران یې پرېښودل چې په پېښور او کوټه کې واوسي.

حسین حقاني وايي چې د مشرف له واکمنۍ وروسته په ۲۰۰۸ م کال په پاکستان کې د ملکي حکومت له جوړېدو وروسته د امریکا حکومت پاکستان ته د پوځ او طالبانو د اړیکو شواهد او اسناد وسپارل او ده (حقاني) په واشنګټن کې د پاکستان د نوي ملکي حکومت د سفیر په توګه د پاکستان له ملکي او پوځي مشرانو وغوښتل چې د هر شي د چورلټ ردولو پر ځای له امریکایانو سره د زړه له کومې خبرې وکړي.

حقاني وايي چې د اسلام اباد ځواب ورته دا و چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کړی او اوس یې هم کوي، دا کار د دې لپاره کوي چې د هند په اړه امنیتي اندېښنې لري او دا د پاکستاني جنرالانو او اکثره ملکي مشرانو په نظر پاکستان ته ګواښ دی.

حقاني دا پلمه ردوی او وايي چې پاکستاني چارواکي په دې برخه کې له مبالغې کار اخلي او څه چې وايي دروغ دي. هند په افغانستان کې پوځي حضور نه لري او هیڅکله داسي کومه نښه نه ده لیدل شوې چې افغانان دې لېواله وي چې په هغه پلان کې شامل شي چې ادعا کېږي هند یې د پاکستان خلاف په دوو جبهو کې جوړوي.

حسین حقاني زیاتوي، داسې ښکاري چې پاکستان خیالي وېره احتمالاً د دې لپاره ژوندۍ ساتي چې پر پاکستان د جنرالانو د واکمنۍ لاره هواره وي.

دی وايي، له کلونو راهیسې پاکستاني چارواکي دا دروغي تبلیغ کوي چې هند په افغانستان کې ۲۴ کونسلګرۍ لري؛ حال دا چې هند د پاکستان په شان یوازې ۴ کونسلګرۍ لري.

حسین حقاني وايي«د سفیر په توګه ما په څو درې اړخیزو غونډو کې ګډون کړی. په دغو غونډو کې زما ملګرو په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه د پاکستان د اندېښنو د ختمولو لپاره د افغانانو او امریکایانو جدي وړاندیزونه رد کړي دي.»

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د هند د خطر په اړه هیڅ ثبوت نشته، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مشرانو موجودیت او د فعالیت زیاتېدا له ورایه ده.

دی په ۲۰۱۳ م کال د پاکستان په یوه روغتون کې د ملاعمر مړینه او په ۲۰۱۶ کال کې په بلوچستان ایالت کې د ملا اختر محمد منصور وژنه له چا پټ نه بولي.

حقاني وايي، امریکا باید پاکستان پرې نږدي چې د طالبانو د ملاتړ دوام له هند سره وتړي.

حقاني دا هم ویلي چې د پاکستان له لوري د طالبانو له ښکاره ملاتړ سره سره امریکا دغه هیواد ته ۲۱ ملیارد ډالره مرسته ورکړې ده. دی وايي چې پاکستان ته مرستې باید د طالبانو د مشرانو په وړاندې له مشخصو اقداماتو سره وتړل شي.

حقاني د پاکستان د یو شمېر ادارو پر ضد، چې د طالبانو ملاتړ کوي، د بندیزونو د لګېدو وړاندیز هم کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.