د پاکستان صدراعظم ومنله چې د زنبق څلورلارې حمله کوونکي له پاکستانه تللي وو

 

 

تاند- د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي له یوې لوېدیځې ورځپاڼې سره په مرکه کې اعتراف وکړ چې د کابل د زنبق څلور لارې حمله کوونکي له پاکستانه تللي وو او په کابل کې یې په یوه سفارت کې خپل ټانکر درولی و.

د مې په ۳۱ مه د کابل د زنبق څلورلارې په چاودنه کې ۱۵۰ تنه شهیدان او په سلګونو نور ژوبل شول.

د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید مسوولیت په غاړه وانخیست خو د افغانستان حکومت پاکستان مېشتي افغان طالبان د حملې مسووله وبلل او ویې ویل چې آی ایس آی له طالبانو سره په دې برید کې مرسته کړې ده.

خاقان عباسي له فیننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل«زه د قضیې له ټولو جزییاتو خبر نه یم، خو داسې ښکاري چې ۳ تنه زموږ له پولې هغې خوا ته واوښتل. یوه نقلیه وسیله هم له دې سیمې کابل ته لاړه او هلته مخکې تر دې چې وچاودول شي په یوه سفارت کې ودرېده.»

خاقان عباسي ونه ویل چې سفارت د کوم هیواد و خو مخکې ویل شوي و چې ټانکر د ایران په سفارت کې یوه شپه او ورځ ولاړ و.

ده همداراز وویل چې پاکستان له افغانستان سره د پولو په اوږدو کې ۲ لکه ۵۰ زره پوځیان لري خو له دې سره سره پر پولو بشپړ کنترول نه لري.

خاقان عباسي پر پاکستان د امریکا د تورونو او فشارونو په اړه وویل چې دا به د امریکا خپلې ستونزې ډېرې کړي.

ده ونه ویل چې څه ډول ستونزې؛ خو د پاکستان د پوځ سرچینو ویلي چې پاکستان به ممکن خپله ترانزیتي لار پر ناټو ځواکونو بنده کړي او دا به په افغانستان کې د دوی اکمالات له ستونزو سره مخامخ کړي. سرچینې دغه راز ویلي چې له امریکا سره به د ډرون یا بې پېلوټه الوتکو د حملو په برخه کې همکاري بس کړي.

خاقان عباسي- چې په نیویارک کې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره امریکا ته روان و- فیننشل ټایمز ورځپاڼې ته همداراز وویل چې د امریکا پالیسي ورته ناڅرګنده ښکاري او یوازې د رسنیو پر راپورونو بسنه کوي. ده همداراز وویل چې په نیویارک کې به هڅه وکړي چې د ترمپ د حکومت له چارواکو سره وږغېږي او د هغوی اراده معلومه کړي.

ده وویل«له واشنګټن څخه چې موږ کومې اشارې ترلاسه کوو، ډېرې ګونګې دي، خو زموږ پیغام ډېر څرګند دی: موږ ځان له تروریزم سره مبارزې ته ژمن بولو او له ترهګرۍ سره مبارزې ته به دوام ورکړو.»

د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال وویل چې پاکستان د امریکا د ملیاردونو ډالرو مرستو له ترلاسه کولو سره سره طالبانو ته پناهځایونه ورکړي خو امریکا به نور دا پناهځایونه ونه زغمي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.