د پاکستان د هوايي شرکت الوتکه ولوېده، شاوخوا ۱۰۰ تنه مړه شوي

 

تاند (جمعه، د جوزا ۲) پاکستاني چارواکي وایي، یوه الوتکه يې، چې ۹۹ تنه سپرلۍ پکې سپره وه، نن منزل ته له رسېدو لږ مخکې د کراچۍ ښار په جنوب کې ولوېده.

لومړني راپورونه وايي چې درسته سپرلي مړه شوې ده.

د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې په یوه بیان کې وویل، دا الوتکه د پاکستان د ملي هوایي شرکت (پي ای اې) وه چې له لاهوره کراچۍ ته روانه وه.

رویټرز اژانس د (پي ای اې) د یوه ویاند په وینا خبر ورکړ چې په الوتکه کې یوسلو اووه تنه سپاره وو.

پاکستان د کورونا د خپرېدا د مخنیوي لپاره د لګول شویو بندیزونو د نرمولو په لړ کې د دوشنبې په ورځ (د ثور۲۸) له نژدې دوو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره د لویو ښارونو ترمنځ کورنۍ الوتنې پیل کړې.

د پاکستان حکومت د هوايی سفرونو لپاره دا شرط ایښی چې سپرلۍ به ماسک کاروي او د دوو سپرلیو ترمنځ به یو سیټ تش پرېښودل کېږي.

خو نړیوالې الوتنې به د روانې مې تر پایه (۳۱) لغوه وي.

د پاکستان د هوايي شرکت پي آی اې لومړنۍ الوتکه، چې ۸۴ سپرلۍ پکې سپره وه، د شنبې په ورځ له کراچۍ څخه لاهور ته لاړه. له دې سره په یو وخت د خصوصي هوايي شرکتونو الوتکې له کراچۍ څخه اسلام اباد او لاهو ته والوتې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.