د ټرمپ سلاکار: په افغانستان کې د امریکا ګټې بدلې شوي؛نوې ستراتیژي مو له صفره پیل کړې

 

 

تاند- د امریکا د ولسمشر سلاکار وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا ګټې بدلې شوي او د ټرمپ حکومت په افغانستان کې خپله نوې ستراتیژي له صفره پیل کړې ده.

د ولسمشر ټرمپ سلاکار سباسټین ګورکه په افغانستان کې د خپل هیواد د ستراتیژۍ په اړه ویل«د دې ستراتیژۍ په اړه لومړنۍ پوښتنه دا کېږي چې په افغانستان کې د امریکا ګټې څه دي؟ کله چې مو دې پوښتنې ته ځواب ومونده، بیا ویلی شو چې په افغانستان کې به زموږ حضور څرنګه وي؟»

ده زیاته کړه«ایا په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو لپاره یوه کوچنۍ اډه ولرو؟ ایا افغان امنیتي ځواکونو ته به روزنه ورکوو چې خپله دفاع په خپله کوي اوکه کوم بل پلان؟»

د ولسمشر ټرمپ سلاکار په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د زیاتېدو د احتمال په اړه وویل«افغانستان ته د ځواکونو لېږل او یا ورڅخه ایستل باید پر دې اساس وي چې ایا دا اقدامات زموږ له ملي ګټو سره سم دي اوکه نه دي؟»

د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي همداراز وویل چې د ټرمپ غوښتنه دا ده چې نوې ستراتیژي باید له تېرې ناکامې ستراتیژۍ سره ورته والی ونه لري؛ د ټرمپ ټیم په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې ځان ته نوې ستراتیژي له صفره شروع کړي.

ګورکه وویل، د امریکا ولسمشر هم په سپینه ماڼۍ او هم پینتاګون کې په زغرده ویلي چې د افغانستان په اړه یې د چارواکو نظرونه پوښتلي او تراوسه د امریکا له ملي ګټو سره سم نه دی.

ده دا هم وویل چې افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږلو ته لېوالتیا نشته.

د ټرمپ سلاکار وايي چې امریکا به له افغانستان سره مرسته وکړي خو جنګ له افغانانو سره تړاو لري او د ټرمپ حکومت د جګړې په لومړۍ کرښه کې د امریکايي پوځیانو جنګېدا د امریکا په ملي ګټه نه بولي.

خو ده په عین حال کې وویل چې نوې ستراتیژي په دې هدف جوړېږي چې باید په ۱۶ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې بریالي شوو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.