د ټرمپ سلاکاران غواړي چې د خلیلزاد په شان د یوه شخصیت په مشرۍ د خاص استازي دفتر بیا فعال کړي

 

 

تاند- د امریکا د ولسمشر سلاکاران په دې غور کوي چې د افغانستان او پاکستان لپاره هغه دفتر بېرته پرانیزي چې څو میاشتې وړاندې بند کړای شو.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، وروسته له دې چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي دفتر بند کړ، اوس سپینه ماڼۍ، چې د افغانستان د شخړې د حل کولو کلکه اراده یې کړې ده، غواړي چې دا دفتر په یوه بله بڼه فعال کړي.

پولیټیکو خپرونه وايي، څو سرچینو ورته ویلي، د ترمپ جګپوړو سلاکارانو د افغانستان او پاکستان لپاره د خاص استازي د دفتر پر بیا برانیستلو خبرې کړي دي.

دا دفتر پخوا د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې و.

خو وروسته له دې چې په اګست میاشت کې ډانلډ ترمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړه، د ده سلاکاران، له دې سره سره چې په دې ستراتیژۍ کې د افغانستان د ۱۶ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سخت پوځي اقدامات په پام کې نیول شوي، پر دیپلوماتیکو هڅو باور لري.

د دې هدف لپاره د زلمي خلیلزاد او مک ماسټر په ګډون د ځینو مشهورو شخصیتونو نومونه زمزمه کېږي.

د ځانګړي استازي اصلي دنده په مجموع کې دا ده چې د افغانستان او پاکستان اړوندې پالیسۍ د امریکا له حکومت سره همږغې کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.