د ټرمپ د لوړې مراسمو ته افغان چارواکي نه دي بلل شوي

 

 

تاند- د افغانستان حکومت تایید کړه چې د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته افغان چارواکي بلل شوي نه دي.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی هارون چخانسوري نن /پنجشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د امریکا حکومت د دونالډ ټرمپ د تحلیف مراسمو ته د افغانستان ولسمشر او نور چارواکي دعوت کړي نه دي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی ټرمپ سبا /جمعه/ د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د جمهوریپال ګوند سناتور ټام ریچ وویل چې ډونالډ ټرمپ او سلاکاران یې غواړي چې د افغانستان او پاکستان په وړاندې د متحدو ایالتونو پالیسي بدله کړي.

څرګنده نه ده چې ټرمپ به د افغانستان په وړاندې د خپل هیواد په پالیسي کې څه تغییر راوړي ځکه چې تراوسه پوري ده د افغانستان په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

د ښاغلي ټرمپ ځیني سلاکاران او دفاع وزارت ته کاندید وزیر د افغانستان د شخړې د حل کولو لپاره پر پاکستان د فشار غوښتونکي دي.

خو د لوړې مراسمو ته د افغان چارواکو نه بلل کېدای شي چې د افغان چارواکو په ذهنونو کې ځیني پوښتنې او شکونه پیدا کړي.

تېره شپه د امریکا تلونکي ولسمشر بارک اوباما ولسمشر غني ته ټېلفون وکړ او د ده د حکومت د هڅو ستاینه یې وکړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.