د ټاکنو د کمیسیونو د دفترونو بندوونکو ته د کمیسیون او کورنیو چارو وزارت خبرداري

 

تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د کورنیو چارو وزارت لوی ملي ايتلاف ته خبرداری ورکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفترونو په وړاندې خنډونه پای ته ورسوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد نن /یکشنبه/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال خبرداري ورکړ چې که ګوندونه د انتخاباتو د کیسیون د دفترونو بندولو ته دوام ورکړي، د ولسي جرګې انتخابات به وځنډېږي.

د ټلوالې پلویانو پرون /شنبه/ په کندهار، مزارشریف او هرات ښارونو کې د انتخاباتو د کمیسیون د سیمه ییزو دفترونو مخته پرلتونه ووهل او د دغو دفترونو کار یې له ځنډ سره مخامخ کړ.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رييس ښاغلي صیاد په عین حال کې وویل«کمیسیون تیار دی چې په هر ځای کې چې ګوندونه وغواړي د بایو میتریک سیتم یا پر انتخاباتو د سیاسي ګوندونو د څارنې په شمول د ټاکنو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.»

ښاغلي صیاد له حکومته هم وغوښتل چې د ټاکنو د امنیت د تضمینولو ترڅنګ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفترونو د بندېدو مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت خبرداری
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ اعلان وکړ چې هیڅوک حق نه لري چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ولایتي دفترونه بند کړي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اخترمحمد ابراهیمي وویل، ټولو امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې هیڅوک پرېنږدي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یا نورو اورګانونو دفترونه وتړي.

په همدې حال کې ټلواله وايي چې تر هغو به اعتراضونو ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې منل شوي نه وي. دوی دغه راز وايي، که بایومیتریک سیستم عملي نه شي او په ټاکنو کې ګوندونو ته ونډه ورنه کړای شي، اجازه به ورنه کړي چې انتخابات ترسره شي.

له مهالوېش سره سم د راتلونکې میزان په ۲۸ نېټه د ولسي جرګې انتخابات کېږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې انتخاباتو ته وخت لنډ دی او په دومره لږ وخت کې امکان نشته چې بامیومیتریک سیستم عملي کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.