د ولسي جرګې د څلورو غړو دندې وځنډول شوې

 

 

د افغانستان ولسي جرګې اداري پلاوي د لومړي ځل لپاره د دغې جرګې د څلورو وکیلانو دندې د پرله پسې شلو ورځو د غیر حاضرۍ له امله وځنډولې.

دغې جرګې د چهارشنبې ورځې په علني غونډه کې، د اوږدې مودې د غیرحاضرۍ له امله د احمد بهزاد، بشیراحمد تینج، فرشته انوري او پروین دُراني دندې تر څلور نیمو میاشتو پورې وځنډولې او د ولسي جرګې له ټولو امتیازیاتو څخه یې بې‌برخې کړل.

د ولسي جرګې رئیس عبدلروف ابراهیمي وویل “دا څلور کسه، چې د کورني دندو د اصولو د ۷۳ مادې پر بنسټ رسماً اعلان شول، له خپلو ټولو امتیازیاتو څخه بې‌برخې او په غونډو کې ګډون نه شي کولی.”

د ولسي جرګې د کورني دندو د اصولو د ۷۳ مادې په دویمه فقره کې راغلي، چې د ولسي جرګې هر غړی چې په څلورنیمو میاشتو کې شل پرله پسې ورځې غیرحاضري وکړي، له خپلو ټولو امتیازیاتو بې‌برخې کیږي او د دغې جرګې په عمومي او د کمیسیونونو په غونډو کې ګډون نشي کولی.

د ولسي جرګې دویم منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست امریکا غږ ته وویل، د هغو وکیلانو دنده چې ځنډول شوې، تر څلورنیمو میاشتو پورې د دغې جرګې په غونډو کې د ګډون کولو حق نه لري او د یو وکیل په توګه خپل امتیازات نشي ترلاسه کولی.

ښاغلي ځاځي وطندوست وویل “څلور کسان دادي او د نورو دوستانو هم یو څه حاضري پاتې ده، موږ خپل کار شروع کړی، په راتلونکو دوو اونیو کې که چا له شل ورځو نه زیاته غیرحاضري پوره کړه، له هغوی سره به هم ورته چلند وشي.”

د ولسي جرکې دویم منشي زیاته کړه، دغه پریکړه به هغه وکیلان چې زیاته غیرحاضري کوي د ولسي جرګې په غونډو کې حاضریدو ته اړ کړي.

خو ځینو وکیلانو د ولسي جرګې د اداري پلاوي د دغې پریکړې پر وړاندې غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ، چې دا پریکړه باید پر ټولو وکیلانو یو شان عملي شي.

له دې مخکې هم ولسي جرګې په خپله پنځلسمه دوره کې، دغې جرګې ته د سپکاوي له امله د فراه ولایت د استازې ملالۍ جویا دنده ځنډولې وه، خو دا لومړی ځل دی چې د دغې جرګې اداري پلاوی د غیرحاضرۍ له امله د څلورو وکیلانو دنده ځنډولې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.