د ولسي جرګې د وکیلانو او پولیسو د تېرې شپې د شخړې اصلي ریښه څه وه؟

 

تاند، شنبه، د میزان ۲۰مه: کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو او ولسي جرګې د وکیلانو تر منځ د پلچرخي ګمرک سیمه کې د تېرې شپې د شخړې پلټنه کوي.

تېره شپه د ولسي جرګې ځینې غړي له پولیسو سره نښتي وو چې له کبله یې د شپې په یوولس بجو د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم د ولسي جرګې بیړنۍ غونډې ته وربلل شوی دی.

د ولسي جرګې ځین غړي وايي، چې لومړی پولیسو د نریندر سینګ خالصه په نوم د یو وکیل له ګاردانو سره نښته کړې چې له کبله یې مریم سلیمان خان خېل او حبیب خان توتاخېل د نریندر سینگ خالصه په ملاتړ له پولیسو سره اخ و ډب کړی دی.

بلخوا د کابل امنیه قومندانۍ یوه سرچینه تاند ته د نوم نه ښودلو په شرط وايي، وکیلان په دې وروستیو کې له داخله وزارت څخه د قانوني اسنادو ترلاسه کولو پرته نامسووله وسله وال ګرځوي او ګڼ بې نمبرپلیټه موټر ګرځوي چې تېره شپه هم د تورو شیشو، بې نمبرپلیټه موټرو او نامسووله وسله والو د ګرځولو له کبله ستونزه پېښه شوې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ دا سرچینه که څه هم وايي، چې پر وکیلانو او ټولو خلکو قانون یو شان تطبیقول غواړي، خو وکیلانو بیا ویلي چې دوی ته تېره شپه توهین شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند تاند ته د تېرې شپې د پېښې په تړاو وویل، دوی ژمن دي چې د پولیسو او وکیلانو تر منځ د تېرې شپې پېښه په عادلانه ډول وڅېړي، خو پر ټولو لوریو د قانون تطبیق د پولیسو دنده ده.

خو د ولسي جرګې غړی نریندر سینګ خالصه بیا تاند ته په ټلیفوني اړیکه کې وايي، پولیسو د ولس د استازي په توګه بې عزته کړی دی او له ساتونکو څخه یې وسله او د وسلې کارتونه هم اخیستل شوي دي.

نوموړی وايي، له همدې کبله لانجه لویه شوې چې له کبله یې د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ملي امنیت شورا مرستیال هم جرګې ته ورغلي وو، خو قهرېدلو وکیلانو ته یې د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی: (( موږ نن هم خپل کارتونه پولیسو ته ښودلي او ورته درېدلي یوو، خو لومړی به خپل عزت ساتو بیا به د ملت عزت په پام کې نیسو.))

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د قهرېدلو وکیلانو د تېرې شپې اعتراضیه ویډیوګانې ښيي چې وکیلان وايي، دوی دې لارو او سړکونو کې نه تالاشي کېږي ځکه دا دوی ته توهین دی.

همدا راز د ولسي جرګې په تالار کې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر مسعود اندرابي یوه ویډیو هم ښيي چې وکیلان ورته خورا په غوسه دي او د امنیتي معین خوشال سادات له دندې څخه د لرې کېدو غوښتنه کوي.

خوشال سادات په دې وروستیو کې د سنبلې د ۱۸مې نېټې د اوباشانو د ځپلو له کبله شمال ټلوالې او ځینو سیاسیونو ته په جنجالي څېره بدل شوی دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.