د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو د لانجې د هواري هيئت په خبرو بوخت دی

دآزادی راډیو

د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو په سر د راپوته شوې لانجې د هواري لپاره ١٥ کسیز هيئت په خبرو بوخت دی.

د دغې جرګې غړي نادرخان کټوازي په دې اړه شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل:

“د دوى دواړو خواوو څخه پنځه- پنځه کسان او ٥ کسان هم بېطرفه ګمارل شوي چې خبرې کوي، پرون په حاضرۍ کې څو کسانو لاسليک کړى دى، تر هغو چې دا سمې ونه کتل شي، ګومان نه کوم چې کومه نتيجه دې ورکړي.”

پرون د ولسي جرګې د مشرتابه لپاره په انتخاباتو کې میر رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې وګټلې.

د جرګې موقت رئیس اعلان وکړ چې ښاغلی رحماني ګټونکی دی، خو ښاغلي اصولي او ځينو نورو وکیلانو اعتراض وکړ.

دوى وايي، ۱۲۳ رأیې د ټولو ۲۴۷ حاضرو وکیلانو پنځوس جمع یو رأيې نه پوره کوي، نو باید د نورو کاندیدانو ترمنځ بل پړاو انتخابات وشي.

نن په ولسي جرګه کې معترضو وکيلانو پرې نه ښود چې مير رحمان رحماني د ولسي جرګې د رئيس پر څوکۍ کېني چې وروسته لانجه را ولاړه شوه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.