د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو نېټه وټاکل شوه
کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د ١٣٩٨ کال د وري په ٣١مه نېټه ترسره شي.
دغه څرګندونې د ټاکنو خپلواک کمېسيون عملياتي مرستيالې وسيمې بادغيسي نن د ګوندونو او مدني ټولنو له استازو سره په ګډه غونډه کې وکړې.
هغې وويل چې د ولسمشرۍ ټاکنې ډېرې مهمې دي، نو ځکه د ټاکنو کمېسيون په دې اړه له بېلابېلو بنسټونو سره مشورې کوي.
د هغې په وينا، د دې مشورو په پايله کې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو لپاره د ١٣٩٨ کال د وري د مياشتې ٣١مه نېټه ټاکل شوې ده.
بادغیسي زياتوي: ((ځيني وايي چې د وري په ٣١مه دې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې يوځاى ترسره شي، خو ځيني بيا وايي چې يواځې دې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.))
د هغې په اند، که چېرې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په يوځاى ترسره شي نو په يو ځل به دواړو لپاره امنيت ونيول شي، د ټاکنو لپاره به يو ځل لګښت وشي او تر څنګ به يې د خلکو د ګډون کچه هم لوړه وي.
دې زياته کړه: ((کمېسيون به خپل دريځ په دې اړه وروسته اعلان کړي چې دواړه ټاکنې دې يو ځای ترسره شي که جلا.))
د نوموړې د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ نوماندانو د نوم ثبتونې لړۍ به د ليندۍ مياشتې په ٢٤مه پيل شي او د مرغومي تر نهمې به دوام وکړي.
دې وويل چې د رای پاڼو د چاپ او نورو اساسي موادو انتقال به د کب په دويمه پيل شي او تر ٢٩مې به یې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې يوناما او سياسي ګوندونو د ټاکنو له کمېسيونه غوښتنه کړې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو نېټه دې مشخصه کړي.
د يادونې ده، د تلې مياشتې په ٢٨مه او ٢٩مه د ولسي جرګې لپاره په ٣٢ ولايتونو کې ټاکنې ترسره شوې.
نظرات بسته شده است.