د ولسمشرۍ د نوماندانو د انتخاباتي کمپاین پيل

دآزادی راډیو
له انتخاباتي مهالوېش سره سم نن یکشنبه د جمهوري ریاست د ۱۸ کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ پيل شوې او ۶۰ ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د جمهوري ریاست لپاره پر کاندیدانو غږ وکړ چې د انتخاباتي مبارزو د مصارفو د لایحې او له اصولو سره سم عمل وکړي.

جمهوري ریاست ته د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په ګډون اتلس تنه کاندیدان دي.

دغه‌راز د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د جمهوري ریاست ټولو کاندیدانو ته خبرداری ورکړی چې که خپلې پانګې ثبت نه‌کړي او د کمپاینونو په اړه په خپل وخت کمېسیون ته راپور ورنه‌کړي، له نغذي جریمې سربېره ممکن له انتخاباتو حذف شي.
ټاکل شوې چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کمپاین سبا د جولای په اته ویشتمه رسماً پېل شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د جمهوري ریاست لپاره اتلس کاندیدان تقریباً دوه میاشتې وخت لري چې خپل پروګرامونه توضېح کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپټمبر په اته ویشتمه یا د میزان په شپږمه دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د جمهوري ریاست لپاره پر کاندیدانو غږ وکړ چې د انتخاباتي مبارزو د مصارفو د لایحې له اصولو سره سم عمل وکړي.

جمهوري ریاست ته د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په ګډون اتلس تنه کاندیدان دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې کاندیدان باید د خپلو ټاکنیزو مبارزو لپاره له څرګندو سرچینو کار واخلي، بهرنۍ منابع باید ونه لري، د شخصي پانګې رپوټ په کمېسيون کې ثبت کړي او څرګند بانکي حساب ولري.

ده وویل: له ټولو کاندیدانو زموږ غوښتنه دا ده چې له اساسي قانون او د انتخاباتو له قانون سره سم عمل وکړي، کاندیدان باید همدا راز د ښاري استوګنې اصول مراعت کړي او خپلو پلویانو او کمپاین کوونکو ته ووایي چې پوسټرونه، شعارونه او عسکونه دې داسې نه لګوي چې د ښارونو د بدرنګۍ سبب شي.

د جمعې په ورځ په نیویارک کې د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم د افغانستان پر وضعیت خبرې وشوې چې انتخابات یې یو اساسي ټکی و.

د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینې محمد چې تازه له کابله نیویارک ته ستنه شوې، د امنیت شورا غونډې ته وویل چې افغانستان سولې او اقتصادي ثبات ته په شدت اړتیا لري.

امینې محمد زیاته کړه: په وروستیو اتلسو کلونو کې په افغانستان کې مهم پرمختګ شوی دی، مهم انتخابات په سپټمبر کې کېږي او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو د کمېسون مشرانې ښځې دي.

خو امنیې محمد وویل چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د امنیت شورا په همدې مجلس کې د سیاست او سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو د افغانستان د ټاکنو په اړه په خبرو کې وویل چې ټولو ته د یو ډول امکاناتو برابرېدل د معتبرو ټاکنو کیلي ده.

هغې د ملګرو ملتونو له اړخه په ټاکنو کې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکایتونو د اروېدو کمېسيون پرېکړو ته درناوی وکړي.

روزمري دیکارلو وایي: موږ له کاندیدانو او نورو ښکېلو اړخونو توقع لرو چې د انتخاباتو د پروسې د اعتبار په اړه خپل مهم مسؤلیت ادا کړي، په افغانستان کې د ټاکنو بری د افغانستان د سیاسي رهبرانو په لاس کې دی، په افغانستان کې د جمهوري ریاست معتبر انتخابات به نوي ولسمشر ته د دې صلاحیت ورکړي چې د سولې د پروسې په درشل کې دا هېواد سره را غونډ کړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان مرستیالې په افغانستان کې پر دواړو انتخاباتي کمېسيونونو هم غږ وکړ چې د افغانستان ولس د ټاکنو د بهیر له جزیاتو با خبر وساتي.

۰۹:۲۵
د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو او مرستیالانو د امنیت لپاره نږدې پنځوس زرهې موټرې او نهه سوه پولیس د دوی په واک کې ورکړل شوي دي.

د انتخاباتي سیالیو د پیل لپاره تر یوې ورځې کم وخت پاتې دی او ټاکل شوې چې د ولسمشریزو انتخاباتو اتلس نوماندان د خپلو انتخاباتي مبارزو په پیل سره د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره سیالي وکړي.

خو هغه څه چې مهم دي، د دغو انتخاباتو د نوماندانو د امنیت ټینګښت دی.

د افغانستان د اساسي قانون د یوشپېتمې مادې د شپږم بند له مخې، که د دغو نوماندانو له ډلې هر یو یې د رأیې ورکولو د لومړۍ یا دوهمې دورې او یا هم له انتخاباتو وروسته یا د پایلو تر اعلان مخکې وفات شي، مجدد انتخابات به ترسره کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د هر نوماند او دوو مرستیالانو د امنیت د ټینګښت لپاره یې درې زرې موټر ورکړي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دغو موټرو د وېش تر څنګ ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

ده وویل: موږ ورته موټرې وېشلي دي، هر نوماند ته یو زرهې لندکروزر او یو هایلکس وېشل شوي، البته دا یې د مرستیالانو لپاره هم دي، دغه شان د نوماندانو لپاره ۹۰۰ ساتونکي هم توظیف شوي دي.

خو یو شمېر نوماندانو تر دې دمه د دغو موټرو له اخیستلو ډډه کړې ده.

شهاب حکیمي وايي، د زرهې موټرو له یوه داسې شرکت سره تړون شوی چې چلوونکي یې د استخباراتي بنسټونو له فلتره تېر شوي نه دي.

خو د کورنیو چارو وزارت دا خبرې ناسمې بولي او وایي چې د دغو موټرو ټول چلوونکي د کشفي او استخباراتي بنسټونو له ذره بینه تېر شوي دي.

ښاغلی حکیمي د امنیتي محافظینو رسېدل او ځيني تدابیر مني او وایي: تر نننه مو په پشپړ ډول څه نه دي اخیستي، خو پیل کړي یې دي چې تر دې دمه یې پنځلس سرتېري راستولي دي، وایي چې شل نور کسان هم راستوي او بل دا چې زموږ د کور شااوخوا یې د امنیتي استحکاماتو له اړخه ورته تدابیر نیولي دي.

په دې ډله کې داسې نوماندان هم شته چې نه غواړي د کورنیو چارو وزارت ساتونکي یې امنیت ونیسي.

حکیم تورسن وایي، د هغه د انتخاباتي ټیم وړاندیز دا دی، هغه کسان چې دی یې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته ورپېژني، د محافظینو په توګه ورته اسانیاوې ورکړل شي.

خو ښاغلي تورسن د مرمۍ ضد موټر تر لاسه کړي دي.

ده وویل: تر دې دمه یوازې دوه عرادې موټر راکړل شوي او د پاتې نورو ژمنه هم شوې چې ښایي نن یا سبا راکړل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو ترمنځ سیالۍ د یکشنبې په ورځ د اسد د میاشتې په شپږمه نېټه پیل شي.

تر دې وړاندې یو شمېر انتخاباتي ټیمونو اندېښنه ښودلې وه چې د امنیت د نشتوالي له امله نشي کولای چې د افغانستان ټولو سیمو ته خپل انتخاباتي پلانونه ورسوي.

خو د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتي سیالیو لپاره د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا د کاندیدانو د امنیت د خوندیتوب په موضوع جدي ټینګار کوي او وايي چې که دې موضوع ته سمه پاملرنه ونشي، ستونزې به رامنځته شي.

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وایي: که د رأیې ورکولو له پړاو وړاندې قتل ترسره شي، د دې لپاره چې انتخابات تر دې دمه پیل شوي نه دي، دومره جدي نه دی، خو د رأیې ورکولو په ورځ او تر هغه وروسته دا مسئله جدي کېږي او ټول مسایل یې باید له سره پیل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شي.
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایي، حکومت باید امنیت جدي ونیسي، ځکه د دوی په باور، دا مهال د انتخاباتو د پروسې پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه د امنیت نشتوالی دی.

۰۹:۲۴
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د جمهوري ریاست ټولو کاندیدانو ته خبرداری ورکړی چې که خپلې پانګې ثبت نه کړي او د کمپاینونو په اړه په خپل وخت کمېسیون ته راپور ور نه کړي، له نغذي جریمې سره بېره ممکن له انتخاباتو حذف شي.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې ګدې خبري ناستې ته وویل، کاندیدان باید د خپلې پانګې پر ثبت سربېره د کمپاین پرمهال د مالي سرچینو د ترلاسه کولو په اړه هم د انتخاباتو کمېسیون ته بشپړ او شفاف راپور ورکړي.

ده وویل: د کاندیدانو پانګې باید ثبت وي، میاشت په میاشت باید راپور ورکړي، په کمپاین کې ورته له مخکې ټاکل شویو پیسو د زیات لګښت حق نه لري، له حقیقي شخصتیونو څومره مرستې ترلاسه کولای شي، باید راپور ورکړي، که نه جریمه لري.

له انتخاباتي مهالوېش سره سم ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست د اتلسو کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ پيل شي او ۶۰ ورځې دوام وکړي.

تر هغې وروسته ۴۸ ساعته د سکوت پړاو او بیا به د میزان په شپږمه نېټه انتخابات ترسره شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د جمهوري ریاست ټولو کاندیدانو خپلې پانګې له دوی سره ثبت کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویندوی د دفتر سرپرست ذبیح الله سادات

د دغه کمېسیون د ویندوی د دفتر سرپرست ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل: د جمهوري ریاست ټولو نوماندانو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره خپلې پانګې ثبت کړي، په دې برخه کې مقرره شته، ټولو نوماندانو کمېسیون ته کره او پر وخت معلومات ورکړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه پر انتخاباتي کمېسیونونو سربېره له مدني بسټونو، رسنیو، حکومتي اړوندو ادارو او نړیوالو مرسته کوونکو او د څار له بنسټونو غواړي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ښه او شفافه ترسره کېدو او بریالیتوب لپاره په ګډه لاس په کار شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.