د ولسمشرۍ انتخابات څو میاشتې نور وځنډول شول

 

تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ انتخابات یې څه باندې ۲ میاشتې نور وځنډېدل.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ولسمشرۍ انتخابات به، چې ټاکل شوې وه د سرطان په ۲۹ نېټه وشي، د میزان په شپږمه ترسره شي.

تر دې مخکې هم د ولسمشرۍ انتخابات د حمل د ۳۱ پر ځای د سرطان ۲۹ نېټې ته ځنډول شوي وو.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، چې غړي یې په وروستیو ورځو کې کار پیل کړی، وايي چې د سرطان په ۲۹ یې انتخاباتو ته تیاري نه شوای نیولی ځکه چې لږ وخت ورته پاتې دی او د دوی تیارۍ بشپړېدای نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمیسیونونو تراوسه پورې د ولسي جرګې د وروستیو انتخاباتو ټولې پایلې لا اعلان کړي نه دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.