د “واده مراسمو” او د “ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع” قوانین توشیح شوي
دآزادی راډیو
د افغانستان د عدليې وزارت وايي، د “واده د مراسمو” د قانون عمده موضوعات، په ودونو کې د بېځایه لګښتونو، زیات جهېز او زیات ولور د اخیستلو او د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منعې د قانون مهم موضوعات بیا په دفترونو، د کار په ځایونو، واټونو او داسې نورو کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوی دی.
د دغه وزارت ویاند امان ریاضت د پنجشنبې په ورځ دواړه قوانین خبریالانو ته تشرېح کړل او ويېویل، یاد قوانین توشېح شوي او د پلي کېدو وړ دي.
نوموړی وايي:
“د واده د مراسمو د قانون اساسي هدفونه د اسلام د سپېڅلي دین د خلاف دودونو لهمنځه وړل، د غوره دودونو درناوی، د زیاتو لګښتونو او اخلاقي سرغړونو مخنیوی او ټولو خلکو ته د سالمو کورنیو جوړول دي.”
ښاغلي ریاضت وویل، د ودونو د مراسمو قانون ۴ فصله او ۲۵ مادې لري.
ده دا هم وویل چې د ودونو د څارلو لپاره د ښځو چارو، کار او ټولنیزو چارو، اطلاعات او فرهنګ، حج او اوقافو د وزارتونو او کابل ښاروالۍ په ګډون یو کمېسیون هم جوړ شوی دی.
ښاغلي ریاضت دغهشان وویل چې په دغه قانون کې هغو کورنیو ته چې د واده د مراسمو د ترسره کولو مالي توان نهلري اجازه ورکړل شوې چې د ودونو د مراسمو د څار کمېسیون ته غوښتنلیک وړاندې کړي چې د دستهجمعي ودونو پروګرام ورته تنظیم کړي.
د عدلیې وزارت ویاند د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منعې د قانون په اړه وویل، دغه قانون ۳ فصله او ۲۹ مادې لري او د هېواد ټول اتباعیې په مراعتولو مکلف دي.
ده وویل، سرغړونکو تهیې په لومړي پړاو کې توصیه، بیا نغدي جریمه او په درېیم پړاو کې د حبس سزا په پام کې نیول شوې ده.
د واده د مراسمو درانه لګښتونه او د ښځو او ماشومانو ځورول په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ګڼل شوې او اکثرو ځوانانو، کورنیو او ښځو ترې شکایتونه کړي دي.
د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر د عدليې وزارت دغه اقدام ستايي، خو وايي د دغو قوانینو پلي کېدل به د ښارونو په پرتله په لیرې سیمو کې زیات وخت ونیسي.
ښاغلی رنجبر زیاتوي:
“خورا مهم قوانین دي او یو پیل دی. ګڼ شمېر کورنۍ له همدغه قانونه ګټه اخلي چې له پخوانیو دودونو سره خدای په اماني وکړي. د ښځو او ماشومانو د ځورولو د منعې قانون هم مهم دی. زه پهدې عقیده یم چې پلی کېږي، خو پلي کېدلیې د هېواد په کچه لږ څه ګران دي، ځکه چې د ښارونو پرته په نورو سیمو کې د دود او دستور پانګه درنده ده.”
ښاغلی رنجبر وايي، د دغو قوانینو د پلي کولو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ضروري دي چې د حکومت اړوند ارګانونهيې باید د خپلو اړوندو ادارو له لارې، په ټول هېواد کې پلي کړي.
د عدليې وزارت وايي، پهدې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تدابیر نیولي دي.
راپور: خان محمد سیند
نظرات بسته شده است.