د هند صدراعظم د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ

 

دآزادی راډیو

ارګ وايي، له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید له ترهګرۍ سره صادقانه مبارزه وکړي او د ترورېستانو امن پټن‎ځایونه له‎منځه یوسي.

د ارګ په یوې اعلامیه کې راغلي چې د دواړو مشرانو په لیدنه کې د هند صدراعظم د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.

صدراعظم نرېندرا مودي پر خپل ټویټر د افغان ولسمشر سره په لیدنه خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې له نوموړي یې په مسئلو هر اړخیز بحث کړی

د جرمني خبري اژانس د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند راوش کومار له خولې وايي چې ولسمشر غني او صدراعظم مودي د دوه اړخیزو همکاریو او په سیمې او نړۍ پورې په تړلو بېلابېلو مسئلو خبرې کړي او په سیمه کې یې د ترهګرۍ په ورکولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د دې لیدنې په اړه په اعلامیه کې د هندوستان د صدراعظم نرېندار مودي له خولې ویلي چې د هند حکومت او د دغه هېواد ۱،۲ میلیارده وګړي به په ټولو برخو کې د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ واوسي.

د هند حکومت او د دغه هېواد ۱،۲ میلیارده وګړي به په ټولو برخو کې د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ واوسي.
د ارګ په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته د رامنځته شوي فرصت په اړه خبرې وکړې او دا یې د سیمې د ثبات لپاره یو ښه فرصت وباله.
دواړو د دې ستراتېژۍ تطبیق په افغانستان او سیمه کې د دوامداره سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم وباله.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر غني او صدراعظم مودي د چابهار بندر ارزښت ته په اشارې دغه بندر ته د غنمو د لومړۍ محمولې د رسېدو هرکلی وکړ او د دې بندر څخه‌یې د زیاتې ګټې اخیستو لپاره د افغانستان ایران او هندوستان له‌خوا د هڅو په چټکتیا تأکید کړی دی.

تر دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني د هند له ولسمشر رام نات کووېند او د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره کتلي وو.
په دې لیدنو کې هم د هند او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي.
ولسمشر اشرف غني نوې ډېلي ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن له رسمي سفر یوه ورځ مخکې تللی و.

رکس ټېلرسن په کابل او اسلام‎اباد کې له چارواکو سره له لیدنو وروسته د چهارشنبې په ورځ په نوې ډېلي کې له هندي مقاماتو سره خبرې کوي او تمه ده چې پر نورو مسئلو سربېره به ورسره د افغانستان په سوله او ثبات کې د هند د رول په اړه هم وغږېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.