د هلمند په جګړه کې۵۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي

دامریکا غږ

په هلمند کې چارواکي وايي چې د رواني جګړې له کبله په تیرو دریو ورځو کې ۵۰۰۰ کورنۍ له خپلو کورنو کډوال شوي.

یادي کورنۍ تر ډېره د لښکرګاه ښار دڅلورمي او دریمي حوزې د اړوندو سیمو او دغه راز په ګاونډ کې يې د نادعلي ولسوالۍ د بیلا بیلو سیمو اوسیدونکې دي.

د هلمند د کډوالو چارو رئیس سید محمد رامین نن سه شنبه اکتوبر۱۳(تلې۲۲) امریکا غږ ته وويل چې بېځایه شوي کورنۍ د لښکرګاه ښار په بیلا بیلو برخو کې ځای پر ځای شوي چې په وینا یې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه چې تر اوسه له اړمنو کورنیو سره هیڅ مرسته نده شوې خو دوی له مرسته کونکو بنسټونو سره د ستونزې د ژر حل لپاره هڅي پيل کړي.

ښاغلي رامین وويل: “تر پنځه زره کورنۍ له خپلو کورنو وتلي، د بولان د سیمې خلک په مکمل ډول بېځایه شوي همدا ډول د باباجي نادعلي او ګڼو نورو برخو اوسیدونکي کډوال شوي او لاهم خلک خپل کورونه پرېږدي، دوی ډير اړ دي موږ له مرسته کوونکو موسیساتو سره په اړیکه کې یو چې بشري مرستې اړمنو کورنیو ته ورسو.”

په ورته وخت کې بېځایه شوي کډوال وايي چې د جګړو له وېري يې ټوله شتمني په کورونو کې پرې اېښې او دوی یوازي خپل سرونه تر امن سیمو پوري رسولي.

هلمند کې د تیلیفون او برېښنا ستونزې

په ورته وخت کې د جګړو له شدت سره په هلمند کې د برېښنا او تلیفوني خدمات هم په ټپه دریدلي.

ځايي اوسیدونکي وايي تېره شپه د وسله والو طالبانو تر خبرداري وروسته په هلمند کې ټولو مخابراتي او انټرنیټي شبکو خپل فعالیت درولی.

دغه راز د کجکي د برېښنا جریان لاهم پر لښکرګاه ښار باندي قطع دی او د برېښنا شرکت مسئولین وايې چې د جګړو له کبله يې فني کار کوونکي د پرې شویو لینونو د ترمیم لپاره نشي ورتلی.

په ورته وخت کې د هلمند او کندهار ولایتونو په سرحدي نقطه لښکرګاه دوراهي کې د کندهار او لښکرګاه ښارونو د برېښنا عمومي سبسټېشن هم له فعالیت څخه لویدلی.

د برېښنا شرکت په وینا د یاد سټېشن ۲ فني او ۱۵ امنیتي ساتونکې وسله والو طالبانو له ځان سره یرغمل کړي او ځايي خلګو د یاد سټېشن ځيني تخنیکي وسایل غلا کړي دي.

خو د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي بیان کې تائید کړې چې د دوی د جنګیالیو تر ورتګ مخکې د سیمي خلکو د یاد سټېشن ځیني وسایل وړي خو دوی يې بیرته مخنیوی کړی او د برېښنايي مرکز ساتنه کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.