د هلمند پرلتوال د اعتراض د رسولو لپاره کابل ته پلي روان شوي

 

تاند- پر ناامنیو، انتحاري حملو د اعتراض او اوربند ته د طالبانو او حکومت د رابللو په خاطر د هلمند یو شمېر پرلت کوونکي کابل ته پلي راروان شوي دي.

دوی، چې په هلمند کې یې ډېرې ورځې پرلت کړی و، وايي چې خپل پیغام د ولسمشرۍ تر ماڼۍ ارګ پورې رسوي.

که څه هم په هلمند کې چارواکو د موقت اوربند په اړه د دوی غوښتنو ته په مشروط ډول مثبت ځواب ویلی خو طالبانو ورته ویلي و چې د دوی سیمې ته ورنه شي او که اعتراض کوي د امریکايي پوځیانو د اډې پر موجودیت دې یې وکړي.

د هلمند پرلت والو پرون په خپل ولایت کې د یوې غونډې په پای کې یو وار بیا له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د روژې په میاشت کې اوربند وکړي.

په هلمند کې دا حرکت وروسته له دې پیل شو چې یوه طالب انتحاري د غازي ایوب خان پر لوبغالي برید وکړ او د ماشومانو په ګډون یې په لسګونو ملکیان شهیدان او ټپیان کړل.

دا برید په داسې حال کې وشو چې عام خلک د لوبې نندارې ته راټول شوي ول.

د هلمند له دې حرکته وروسته په کابل، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې هم د جنګ پر ضد پرلتونه پیل شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.