د هلمند د سولې کاروان روانه اوونۍ په لویو ښارونو کې مظاهرې تر سره کوي

دآزادی راډیو

د هلمند د سولې کاروان روانه اوونۍ د هېواد په لویو ښارونو کې مظاهرې تر سره کوي.

د سولې لپاره له څو میاشتو حرکت او خوځښت وروسته د هلمند د سولې کاروان وايي چې تر اوسه نه طالبانو د دوی پیغام ته غوږ نیولی او نه يې هم له دوی سره د خبرو غوښتنه منلې ده.

اقبال خیبر چې د دغې کاروان مشري کوي، د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې طالب مشرانو ته د دوی د پیغام د رسولو په خاطر په پلان کې ده چې دا کاروان روانه اوونۍ د هېواد په ځینو لویو ښارونو کې مظاهرې تر سره کړي.
​ده وویل:

“له دې وروسته زمونږ بل پروګرام دا دی چې غواړو په لویو ښارونو کې مظاهرې تر سره کړو او هلته دا روښانه کړو چې طالبان افغانانو ته ځواب نه ورکوي، همدا اوونۍ مو په کندهار، خوست او ننګرهار کې مظاهرې پلان دي او بیا په نورو ښارونو کې دوام ورکوو.”

ښاغلی خیبر وايي چې دوی روان کال نړیوالو او طالبانو ته د سولې د پیغام رسولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي، تر دې چې د ارزګان په ولایت کې يې طالبانو ته یو پرانیستی لیک ولېږه، خو په بدل کې دوی د رد ځواب اورېدلای دی.

دی وايي چې نه یوازې د طالبانو له خوا يې غوښتنې نه دي اورېدل شوي، بلکې د دوی پر وړاندې د ځينو نورو کړیو له خوا خنډونه هم جوړېږي.

ښاغلي خیبر وویل، دوی هندوستان او ایټالیا ته د سولې په خاطر سفرونه درلودل، خو ځينو کړیو يې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د سفرونو په کولو نه دي بریالي شوي.

د سولې دغه کاروان په هېواد کې د جګړې د ختمېدو او سولې په خاطر نهه میاشتې وړاندې له هلمنده خپل خوځښت پیل کړ، نړیوالو ، حکومت او طالبانو ته يې د سولې د پیغام د رسولو په خاطر بیا د کابل په شمول څو ولایتونو ته پلي مزلونه وکړل.

د دې کاروان مشر بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه له نتیجو ډک بولي، خو وايي چې یوازې پر دې نه دي بریالي شوي چې له طالب مشرانو سره خبرې وکړي.

له دې سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، دا حرکت د پردیو استخباراتو په اشارې رامنځته شوی، نو ځکه دوی د خبرو لپاره د دغې کاروان غوښتنه رد کړې ده.

بل خوا بیا د مشرانو جرګې اداري پلاوی د سولې د ټيګښت په خاطر د هلمندي ځوانانو د سولې د کاروان له هڅو هرکلی کوي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار يې په اړه ازادي راډيو ته وویل:
​”هر هغه حرکت چې طالبان او د هغوی ملاتړي د سولې خبرو ته هڅوي، مونږ يې هرکلی کوو او هیله لرو چې طالبان د دوی غږ واوري.”

ښاغلی ایزدیار وايي، دا کاروان د سولې د راوستلو او جګړې ته د نه ویلو په خاطر له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.

له دې سره د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی وايي، د سولې د ټينګښت لپاره د حکومت د هڅو تر څنګ د خلکو خوځښتونه ښه اغېز لري، خو ټينګار کوي چې دا کاروان باید په سوله ييز شکل مظاهرې پلان کړي، نه داسې چې د تاوتریخوالي سبب ګرځي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.