د ننګرهار په شېرزادو کې د طالبانو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې شوي Apr
تاند- د ننګرهار اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د دې ولایت په شېرزادو کې د طالبانو او داعش ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو د افغانستان په نورو سیمو کې له خپلو پلویانو غوښتي چې مرستې ته یې ورشي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطالله خوږیاڼی وايي چې په دې سیمه کې له دوو ورځو راهیسې جګړه روانه وه خو اوس درېدلې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې دواړو ښکېلو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویندوی هم تلفات تاییدوي خو د دقیق شمېر په اړه یې بې خبري څرګندوي.
ښاغلی خوږیاڼی وايي چې سلګونه کورنۍ د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړې له لاسه اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.
دا جګړه وروسته پیل شوې چې په وروستیو څو اوونیو کې د ګاونډي کونړ په چپه دره او وټه پور ولسوالیو کې د طالبانو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او له کبله یې سلګونه تنه ځايي خلک نورو سیمه ته کډه شول.
نظرات بسته شده است.