د ننګرهار پر ملي راډيو ټلوېزیون برید کې ۲تنه وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي
دآزادی راډیو
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر ملي راډيو ټلوېزيون وسله وال بريد کې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ازادي راډيو ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې مخکې ترسره شوی.
نوموړي وویل چې جګړه پای ته رسېدلې او ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د چارواکو په وینا په وژل شویو او ټپيانو کې تر ډېره ملکي وګړي دي.
تراوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.
پخواني معلومات
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ملي ټلوېزیون ودانۍ ته ننوتي څلور واړه وسلهوال وژل شوي او جګړه ارامه ده.
نوموړی وايي، په دې پېښه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ تنه ټپيان دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
نظرات بسته شده است.