د ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ګډو پولو بېلابېلو ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

دننګرهار درسنیو مرکز

د ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ګډو پولو بېلابېلو ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه. د دوه سوه یو سیلاب قول اردو په کوربتوب د ننګرهار،لغمان او کابل ولایتونو ګډو پولو امنیتي،پرمختیایي او ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د اوږده ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د همغږۍ او همکارۍ غونډه وشوه. یاده غونډه چې د غويي په ۳۰مه ترسره شوه،په کې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ د دې ولایت نظامي شورا غړو، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري،په ختیځ کې د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ مشر جنرال هیل، د لغمان والي محمد اصف ننګ په مشرۍ د یاد ولایت نظامي شورا غړو،د کابل مرستیال والي په مشرۍ د یاد ولایت نظامي شورا غړو، سروبي ولسوال او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو. د دې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد ـ کابل لویې لارې او درې ولایتونو ګاونډي ولسوالیو اړوند امنیتي،پرمختیایي او ټولنیزو ستونزو په اړه د همغږۍ له مخې بحثونه او پرېکړې وشوې. مسؤلینو ژمنه وکړه،چې د یادو درې ولایتونو په هغو سیمو کې چې ګډه پوله او ګاونډیتوب ولري،د همغږۍ له مخې به ورته نورې ناستې ترسره او ستونزو ته به د حل لارې ومومي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.