د ناټو یو چارواکی: افغانان سوله غواړي، خو ترورېستان دوى ته درد او کړاو ورکوي

دآزادی رآډیو

 

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې په کابل کې د شنبې ورځې حمله ترورېستي بللې او غندلې يې ده.

هغه په خپل ټوېټر کې ليکلي:
Nick Kay

@NicholasK111
I condemn today’s terror attack in Kabul. My heart goes out to all who have lost loved ones and colleagues. Afghan security forces showed bravery & professionalism. While Afghans demand peace, terrorists only inflict pain & suffering. They should listen to the Afghan people.

281
11:23 PM – Apr 20, 2019
Twitter Ads info and privacy
91 people are talking about this
“په داسې حال کې چې افغانان سوله غواړي، ترورېستان يوازې د درد او کړاو سبب کېږي.”

بل خوا ولسمشر محمد اشرف غني هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر ١٨منزله ودانۍ د وسله والو حمله غندلې ده.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي:

“د افغانستان دښمنانو د ملکي خدماتو د مامورانو په نښه کولو، پر عامه تاسيساتو په حملې او د وېرې په خپرولو سره يو وار بيا ثابته کړه چې له وژنې او جنايت پرته بل هدف نه لري.”
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د شنبې پر ماښام ازادي راډيو ته وويل چې حمله کوونکي ٥ کسان وو چې يوه يې ځان وژونکې حمله وکړه او ٤ نور يې د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

ښاغلي رحيمي وويل، د درېيو سرتېرو په ګډون ٧ کسان وژل شوي دي.

دی زیاتوي:

“په دې پېښه کې څلور ملکيان وژل شوي او ٨ تنه نور ټپيان شوي دي، په دې پېښه کې درې سرتېري هم شهيدان شوي دي.”
​د پرونۍ حملې پر مهال په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې شااوخوا ٢٠٠٠ کارکوونکي راګير پاتې وو.

په دوى کې يو هم اتل ځدراڼ دى، هغه پرون ماښام له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې ټول ويرېدلي وو.

دی زیاتوي:

“موږ په يوه اتاق کې راګير پاتې وو، خپل موبايل ټيليفونونه مو بند يا هم اواز مو ورته غلى کړ چې د زنګ په راتلو سره مو حمله کوونکي پيدا نه کړي، ټول ډارېدلي وو.”

بل خوا د رابعې په نوم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وړکتون کارکوونکې له روېټرز اژانس سره په خبرو کې د خپلو سترګو ليدلى حال داسې بيان کړ:

“ډوډۍ مو خوړله چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه، چېغې مو کړې، د ډوډۍ غابونه د ماشومانو له لاسونو ولوېدل، هغې خونې ته ورغلو چې دروازه يې د زغرو وه، کله چې وضعيت لږ ښه شو، امنيتي ځواکونو له هغه ځايه وايستلو.”

تر پرون ماښام پورې د دې حملې مسؤليت چا نه و منلى.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، ويلي چې په دې حمله کې دوى لاس نه لري.

وسله والو طالبانو په وروستيو کې د الفتح په نوم د خپلو پسرلنيو عملياتو تر اعلان وروسته په بېلابېلو ولايتونو کې خپل تحرکات زيات کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي وو چې په قطر کې يې د طالبانو له استازو سره په پنځو پړاوونو مذاکرو کې د دوو موضوعاتو پر مسوده موافقه کړې ده چې يو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او بل هم د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په چارو کې له طالبانو تضمين.

په کابل کې د پوځي چارو څارونکى پخوانى جنرال عتيق الله امرخېل وايي، په کابل کې پرونۍ حملې ته په پام سره له طالبانو داسې تضمين اخيستل ګران کار دى.
​ده وویل:

“معنى يې دا ده چې دلته دېره ډلو داعش يا نورو ډلو دا کار کړى دى، کله چې نورې ډلې حضور ولري او طالبان هم ورباندې حاکميت ونه لري، ګرانه ده که ووايو چې طالبان دې دا تضمين ورکړي چې د داعش پرضد جنګېږي او له منځه يې وړي، يا نورې ډلې لکه سلفيان ختم کړي، معنى يې دا شوه چې جنګ ختم نه شو، بيا به هم هغه جګړه وي.”

په کابل تر حملې يوه ورځ مخکې په پام کې وه چې له افغانستانه ٢٥٠ کسيز هيئت له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته لاړ شي، خو په وروستيو شېبو کې دا کتنه لغوه شوه.

جمهوري رياست اوس د هيلې سترګې د سولې مشورتي لويې جرګې ته نيولي، چې د غويي يا ثور په نهمه کېږي.

د جرګې تر جوړېدو مخکې ځينو کليدي سياستوالو له دې جملې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ويلي چې په دې جرګه کې برخه نه اخلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.