د ناټو یو شمېر متحدان له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ایستلو غور کوي

دآزادی راډیو

د ناټو تړون یو شمېر امریکایي او اروپایي چارواکي وایي چې د تړون یو شمېر غړي پر دې فکر کوي چې کله امریکا په رسمي ډول له افغانستانه د خپلو پوځیانو پر ایستلو لاس پورې کړ، دوی به هم له دغه هېواده د خپلو زرګونه پوځیانو ایستل پیل کړي.

د ولسمشر ټرمپ اداره غواړي چې په افغانستان کې د خپلو شاوخوا ۱۲ زره پوځیانو شمېر اته زره ۵۰۰ ته راښکته کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې له ناټو پرته د نورو متحدانو پوځیان هم له افغانستانه د خپلو عسکرو پر وتلو غور کوي.

د راپور له مخې یو شمېر هېوادونه په دې باور دي چې هلته‌یې د پوځیانو شمېر باید کم شي، خو ځیني بیا لکه جرمني او ایټالیا دا نظر لري چې شرایطو ته باید وکتل شي.

ناټو تړون بیا بیا دا خبره کړې ده چې په افغانستان کې د دوی موجودیت له امریکایي ځواکونو سره تړلی دی ځکه چې هلته یوځای تللي او یوځای به ترې راوځي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د امریکا ملت ته په کلنۍ وینا کې وویل که چېرته د سولې موافقه وشي که ونه‌شي په راتلونکو میاشتو کې به امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: “موږ پر دې کار کوو چې بالاخره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوو او خپل پوځیان بېرته خپل کور ته راستانه کړو.”

ناټو په افغانستان کې اوس شاوخوا اته زره ۷۰۰ سرتېري لري.

تمه ده چې راتلونکې اوونۍ د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه او د غوڅ ملاتړ مأموریت په اړه بحث وکړي.

نیویارک ټایمز په بروکسل کې د ناټو د چارواکو په وینا څرګندوي چې داسې نه‌ښکاري چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو او د ناټو د متحدانو د ځواکونو په اړه ناببره پرېکړه ونه‌شي، خو پر دې به بحث وشي چې څرنګه ناټو په عراق کې خپلې هڅې زیاتولی شي.

نیویارک ټایمز لیکي، د ناټو غړي هېوادونه د بهرني مأموریت لپاره ځانګړی شمېر ځواکونه لري، نو که چېرته دوی خپل حضور په عراق کې پراخوي ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې به خپل حضور کموي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.