د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ افغانستان ته راغلی

 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ د لړم پر ۱۵مه په یو نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلی.

د ناټو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلی سټولټنبرګ اوس مهال په افغانستان کې دی.

اعلامیه وايي، د ناټو د پوځي‌ کمېټې مشر مارشال سرسټورټ فیچ او په اروپا کې د ناټو لوی قوماندان جنرال کورټیس سکپاروټي له نوموړي سره په دغه سفر کې ملتیا کوي.

بیان وايي، ټاکل شوې نوموړی افغانستان ته د خپل سفر پرمهال له ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر وزیرانو ترڅنګ د مدني ټولنو سره استازو سره هم وګوري.

ناټو زیاتوي چې سټولټنبرګ به په دغه سفر کې په افغانستان کې د ناټو له عمومي‌ قوماندان سکاټ مېلر او د ناټو له ملکي استازي کورنلیوس زیمرمن سره هم وګوري.

اعلامیه وايي چې سټولټنبرګ او ولسمشر غني به یو ګډ مطبوعاتي‌ کنفرانس ته هم وینا وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي چې ولسمشر غني او سټولټنبرګ به تر غرمې وروسته مطبوعاتو ته وینا وکړي.

ارګ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د ناټو سرمنشي پر داسې مهال افغانستان ته راغلی چې ټاکل شوې په راتلونکې ډسمبر میاشت کې په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه تر سره شي.

افغانستان ته د سټولټنبرګ تر سفر درې ورځې مخکې د لړم پر ۱۲مه په کابل کې په یو داخلي برید کې یو امریکايي سرتېری ووژل شوو او یو بل ټپي شوو.

تېره میاشت ‌په هرات ولایت کې هم په یو داخلي برید کې د چک جمهوریت یو سرتېری ووژل شوو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.