د ناټو دفاع وزیرانو تر ټاکلې اندازې د لږ شمېر ځواکونو د لېږلو ژمنه وکړه

 

تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن /پنجشنبه/ په بروکسل کې اعلان وکړ چې تړون به یې افغانستان ته ۳ زره نور ځواکونه ولېږي.

د دغو ځواکونو له لېږلو سره به، چې لویه برخه یې د امریکايي پوځیانو ده، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر ۱۶ زرو ته ورسېږي.

ستولتنبرګ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل«۲۷ نورو هیوادونو هم ژمنه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي. نو په دې حساب به په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۱۶ زرو ته زیات شي.»

تر دې مخکې امریکايي چارواکو په واشنګټن کې وویل چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو شمېر ۱۵ زرو ته رسېدلی دی.

ستولتنبرګ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ومنله چې لا هم د ځواکونو شمېر لږ دی.

«موږ اوس د ځواکونو د شمېر د زیاتېدو په بهیر کې یوو. دا پروسه لا بشپړه شوې نه ده او لا یو شمېر هیوادونو د خپلو ځواکونو په اړه څه نه دي ویلي.»

امریکا د ناټو له غړیو غوښتي چې افغانستان ته ۱۰۰۰ نور سرتېري ولېږي خو دیپلوماتان وايي چې د ناټو نورو غړیو تراوسه پورې د ۷۰۰ نورو پوځیانو د لېږلو ژمنه کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.