د “م.م” عمومي منشي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سمدستي خبرو غوښتنه کړې

ډازادی راډیو

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سمدستي خبرو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې سوله یوازې د هر اړخېزو بین‌الافغاني خبرو له لارې تر لاسه کیدای شي.

د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په راپور کې ګوترش ویلي:

“اوسني پرمختګونه ښايي په افغانستان کې د ۱۷کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو غوره چانس وي.”
انټونیو ګوترش د افغان حکومت او طالبانو د سمدستي خبرو غوښتنه کړې
​نوموړي زیاته کړې چې د سولې یو پایداره توافق ته یوازې د پراخو بین‌الافغاني خبرو له لارې رسېدلی شو.

ګوترش زیاته کړې:

“زه د دې کړکېچ او د نه منونکي انساني مرګ ژوبلې د پای ته رسېدو لپاره، د سمدستي، مستقیمو او واقعي خبرو اترو د پیل غوښتنه کوم.”

که څه هم وسله‌والو طالبانو تراوسه پورې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول رد کړي او ویلي یې دي لومړی باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې په شپږم دور خبرو اترو کې د ګډون لپاره چمتووالی پوره چمتووالی لري.

د دغې شورا مرستیال حاجي دین محمد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا مهال په‌دې اړه د سیاسیونو، مدني فعالانو او حکومت ترمنځ خبرې روانې دي.
ښاغلي دین محمد زیاته کړه:

“په‌دغه ناسته کې د ګډون لپاره د عامو افغانانو، سیاسیونو، مدني ټولنو او دولت ترمنځ خبرې روانې دي او که موافقه وشي، نو د سولې عالي شورا پلاوی به په‌دې ناسته کې ګډون وکړي او موږ پوره چمتووالی لرو.”

د قطر په مرکز دوحه کې د سولې شپږم دور خبرې اترې به د روانې میلادي میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدارنګه په قطر کې د وسله‌والو طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې او هیله‌یې څرګنده کړې چې دا پرمختګونه به د افغان حکومت او طالب وسله‌والو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه پورې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول رد کړي او ویلي یې دي لومړی باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکا د استازو او طالبانو ترمنځ، د سولې د مذاکراتو پنځم پړاو خبرې روانې دي.

دغه مذاکرات په څلورو مسئلو، د ترورېزم پر مخنیوي، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، بین‌الافغاني خبرو او اوربند راڅرخي چې هوکړې ته له رسېدو سره تړاو لري.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی د سولې په شپږم دور خبرو اترو کې د افغان حکومت د پلاوي ګډون د پروسې بریاليتوب لپاره مهم ګام یادوي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی
ښاغلی ساپی زیاتوي:

“که په رښتیا د افغان حکومت پلاوی د سولې په شپږم دور خبرو اترو کې ګډون وکړي، دا یو پرمختګ او ښه ګام دی، خو که حکومت کوم جوړجاړي ته ونه رسيږي، دا به د حکومت ناکامي وي.”

له بلې خوا یو شمېر مدني ټولنې وايي، له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره، ښه شرایط برابر شوي او باید ترې ګټه واخېستل شي.

د مدني ټولنې د مجتمع رئیس عزیز رفیعي په خبره دواړه لوري له جګړې ستړي شوي او د سیمې وضعیت ښيې چې په افغانستان کې باید جګړه پای ته ورسېږي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.