د م.م. امنیت شورا د افغانستان حالات څېړي

 

تاند – د ملګروملتو امنیت شورا نن (جمعه) د افغانستان پر حالاتو د بحث لپاره غونډه کوي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا غونډه به په نیویارک کې د ملګروملتو په مرکز کې د امریکا د ختیځ په وخت د ورځې په ۱بجې پیل شي او د افغانستان په وخت د ماښام تر اووه نیمې بجې به دوام وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال نصیر احمد اندېشه وايي چې په دې غونډه کې به تر ډېره د افغانستان په سوله کې د منځنۍ اسیا پر رول خبرې وشي.

له بلې خوا په ملګروملتو کې د امریکا استازې نیکي هیلي ویلي چې تر بل هر وخت د افغانستان سولې ته هیلې زیاتې شوي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي د سې شنبې په ورځ ویلي و چې له طالبانو سره غیر رسمي تماسونه جارې دي او په ملي او نړیواله کچه د سولې د راوستو لپاره شرایط برابر شوې دي.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه وروسته له دې جوړېږي چې د دې شورا پلاوی کابل ته راغی او له افغان ولسمشر او اجرايي ريیس سره یې ولیدل

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.