د مچلغو د اوبو د مهم بند تړون لاسلیک شو

 

تاند- د پکتیا په احمد ابا ولسوالي کې د مچلغو د بند د چارو د پیلیدو په غونډه کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله هیله ښکاره کړه چې د دې بند چارې به تر دریو کلونو په لنډه موده کې بشپړې شي.

د مچلغو بند چې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار څخه ۴۰ کیلو متره مخ په جنوب ختیځه کې موقعیت لري په شاوخوا ۵۰ جریبه ځمکه کې به د جلګې پر سیند ودان شي. دا بند د ۵۲،۲ میلیونه متر مکعبه اوبو ظرفیت لري.

د مچلغو د بند تړون نن یکشنبې ( ۱۲-۲۴-۲۰۱۷) د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني او د اوبيزو په نوم روسیي کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو.

په دې مناسبت په کابل کې په جوړه شوې غونډه کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل چې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال د پکتیا د خلکو په دوو بنیادي غوښتنو کې یوه د مچلغو د بند وه او بله د سټي کنډو د لارې د جوړیدو وه.

اجراییه رییس ژمنه وکړه چې د بند د چارو د جوړیدو لپاره به امنیتي ځواکونه د هیواد د دښمنانو د تخریب مخه ونیسي خو په ورته وخت کې عبدالله عبدالله وویل چې د سیمې خلک باید د دې مهمې پروژې د بشپړیدو لپاره له حکومت سره همکاري وکړي او پرې نه ږدي چې د افغانستان دښمنان د دې پروژې په کار کې ځنډ راولي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.