د منظور پشتین پر نیول کېدو په پاکستان او نوره نړۍ کې د ‘پي ټي اېم’ اعتراضي غونډې

دآزادی راډیو

د پاکستان په ګڼو او د نړۍ په ځینو ښارونو کې نن د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیول کېدو په اړه اعتراضي غونډې او لاریونه شوي.

د پاکستان بېلابېل لوی او واړه ښارونه نن د منظور پشتین پر نیولو د اعتراضونو او لاریونونو شاهد وو.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین د دوشنبې په ورځ سهار تر لمر ختو مخکې، د پېښور په تاکال سیمه کې د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

تر دې نیونې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د سې شنبې په ورځ په پاکستان او نړۍ کې د اعتراضونو اعلان وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر او د پاکستان پارلمان غړي محسن داوړ د دوشنبې په ورځ وویل دوی به پر دې نیونه په ټول پاکستان او نوره نړۍ کې پراخ اعتراضونه وکړي.
په پېښور کې ازاد خبریال ناصر داوړ چې په پاکستان کې ننني اعتراضونه څاري، ازادي راډیو ته‌یې وویل: “د شمالي وزیرستان په میر علي او میرانشا کې سترې مظاهرې راوتلې وې، په هغو ځایونو کې چې وزیر او داوړ اوسي هغوی هم سهار راوتلي او مظاهرې یې کړې دي، په دې سوله‌ییزو مظاهرو کې د پاکستان د پوځ، پولیسو او حکومت خلاف نارې هم وهل شوې دي، همداسې په بلوچستان کې په ژوب کې په لورلايي، کلا سیف‌الله او د دې ایالت په نورو سیمو کې لاریونونه او اعتراضي غونډې شوي، پر دې سربېره په لاهور کې چې د پنجاب مرکز دی اعتراضي غونډه شوې، اسلام‌اباد کې اعتراض شوی، په خېبر پښتونخوا کې په پېښور، مردان، بنو، سوابۍ کې اعتراضونه شوي، ډېره اسماعیل خان کې لاریون شوی.”

د داوړ په وینا دا لاریونونه او مظاهرې سوله‌ییزې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو له خپلو پلویانو غوښتي چې په اعتراضونو کې دې سوله‌ییز واوسي.

په پېښور کې یوې محکمې نن په ضمانت د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پشتین د ضمانت غوښتنه رد کړه او ډېره اسماعیل خان ته‌یې د نوموړي د استولو حکم وکړ چېرې چې پر ښاغلي پشتین د پاکستان د دولت خلاف د څرګندونو په تړاو تورونه ثبت شوي دي.
د منظور پشتین یو مدافع وکیل په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي یو پیغام کې ویلي چې د قانون له مخې منظور پشتین په ضمانت خوشې کېدای شو، خو داسې ښکاري چې د ځینو ادارو فشار په دې برخه کې د محکمې پر پرېکړه اغېز کړی.

ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشران به نن په اسلام‌اباد کې د دې تحریک د مشر د نیول کېدو په وړاندې خپله راتلونکې کړنلاره په ډاګه کړي.

له پاکستان بهر په نوره نړۍ کې هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیول کېدو پر ضد اعتراضي غونډې او لاریونونه شوي او یا رابلل شوي دي.

د کابل په ګډون د افغانستان ګڼ ښارونه د سې شنبې په ورځ د هغو اعتراضي غونډو او لاریونونو شاهدان وو چې ګډونوالو یې د پاکستاني ادارو له‌خوا د منظور پشتین نیول وغندل او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

همدارنګه د نړۍ په نورو ښارونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ خواخوږو او ملاتړو اعتراضي غونډې او لاریونونه وربللي دي.

په واشنګټن کې د پاکستان د سفارت مخې ته د سې شنبې په ورځ اعتراضي غونډه وربلل شوې.

د امریکا په نیویارک ښار، د بلجیم په بروکسل او همدارنګه د هالنډ، سویډن، ناروې، ډنمارک، فرانسې په ګډون په یو شمیر نورو هېوادونو کې هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ پلویانو اعتراضي غونډې او لاریونونه پلان کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه کاله مخکې وروسته له هغې راپورته شو چې پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو پر مهال دا سیمې وځپلې او ګڼ ځايي خلک‌یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړه کړل.

دا غورځنګ د پاکستان دولت د ترهګرۍ په پاللو، قبایلي سیمو کې د مېشتو پښتنو ربړولو، ناسم چلند، جبري نادرکه کولو او نورو بشري سرغړاویو تورنوي، خو د پاکستان پوځ دا تورونه ردوي
پاکستاني ادارو تر دې مخکې په تېرو دوو کلونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ غړي نیولي او زنداني کړي دي.

تر دې مخکې د دې غورځنګ دوه مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزیر چې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړیتوب هم لري، د څلورو میاشتو په مخه نیول شوي وو.

خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان امنیتي ادارې د دې غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیولو اقدام کوي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.