د ملګرو ملتونو یو چارواکي ویلې ایمن الظواهري اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري

 

تاند(شنبه، د میزان ۲۶) د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي ایموند فیتون برون ویلي، چې د القاعده ډلې رهبران اوس هم افغانستان کې دي او ایمن الظواهري له وسله والو طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

هغه زیاته کړې، پر داعش، القاعده او طالبانو باندې د دغه سازمان د نظارتي ډلې د معلوماتو پر بنسټ، طالب ډلې له امریکا سره د خبرو په لړ کې په وار وار له القاعده سره مشورې کړې دي او ضمانت یې ورکړی دی چې دوی به ورسره خپلې تاریخي اړیکې په خپل حال ساتي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې طالبانو له امریکا سره په شوې هوکړه کې ژمنه کړې ده چې د القاعده په ګډون به له ټولو ترهګرو سره اړیکې پرې کوي خو تر اوسه یې په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.