د ملګرو ملتونو نوي عمومي منشي نن خپل کار پیل کړ

 

 

دامریکا ږغ

د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي انتوني ګوترش چې د کار موده یې نن پیل شوه، ژمنه یې کړه چې د ټولنو تر منځ به د “پول جوړونکي” حثیت ولري. د ښاغلي ګوترش لپاره به ښایي یوه غټه ستونزه د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره ګډ کار کول وي.

ټرمپ څه موده وړاندې ویلي و چې د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړي نور هیڅ نکوي، بلکې یوازې “خبرې او ساعت تیري” کوي.

انتوني ګوترش چې پخوا د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر و، د خپل کار د پیل نه مخکې خبریالانو ته وویل چې د متحده ایالاتو د نوي حکومت په شمول د نړۍ د ټولو حکومتونو سره ګډ کار کول غواړي.

ښاغلی ګوترش خپله پنځه کلنه دوره پداسې حال کې پیل کوي چې په یمن، سوریه، جنوبي سوډان او لبیا کې وسله والې شخړې روانې دي. او نړۍ د تروریزم او اقلیم د بدلون د بحران سره هم مخ ده.

د دغو ستونزو سره د مبارزې لپاره ملګري ملتونه تر ډیره حده د متحده ایالاتو په مرستو اتکا کوي خو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې شل ورځې وروسته سپینې ماڼۍ ته ځي، ښایي د ملګرو ملتونو سره هغه شان همکاري ونکړي، لکه توقع یې چې کیږي.

ټرمپ ویلي دي چې د هر څه نه ورته زیات د متحده ایالاتو او خپل ولسې ګتې مهمې دې. د ملګرو ملتونو سره د امریکا ګډ کار کول پدې خاطر مهم دي چې دغه هیواد د امنیت په شورا کې د ویټو یا رد کولو حق لري او د ملګرو ملتونو دوه ویشت په سلو کې بودیجه هم ورکوي. امریکا همدارنګه د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې د ماموریت پنځه ویشت په سلو کې بودیجه ورکوي.

خو کله چې د امنیت شورا په ختیځ بیت المقدس او لویدیځې غاړې کې د ناقلو یهودانو لپاره د کورونو جوړول وغندل، ډونالډ ټرمپه وویل چې د جنوري د میاشتې د شلمې نیټې نه وروسته به، کله چې هغه واک په لاس کې واخلي، دا ډول کارونه به نه کیږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.