د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو ټينګار وکړ

 

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : د ملګرو ملتونو سرمنشي يو ځل بيا دافغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو ټينګار کړى دى.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګويټرز دغه څرګندونې پرون دامريکا په نيويارک ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې : (( موږ پوهېږو، چې د سولې لاره ستونزمنه ده، خو زه کلک باوري يم چې د سولې لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې مهمې دي.))

نوموړي هيله څرګنده کړې چې ډېر ژر به د سولې دغو خبرو اترو ته فضا برابره او په پايله کې برياليتوب ته ورسېږي.

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي زياته کړې چې دغه کار به سخت او ستونزمن وي، خو د سولې لپاره يواځينۍ د حل لاره خبرې اترې دي.

انټوني وايي، څو پورې چې هلته امنيت نه وي، ټاکنې په سمه توګه نه شي ترسره کېداى.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې ټاکل شوې ده، ولسمشر اشرف غني راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وينا وکړي .

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.