د ملګروملتو او ناټو په ګډون یو شمېر هیوادونو د د اوربند په اړه د افغان ولسمشر د اعلان هرکلی وکړ

 

تاند- ملګروملتو، ناټو او یو شمېر نورو هیوادونو د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د اوربند د اعلان هرکلی وکړ.

د ملګروملتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، چې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې کوربه دی، وویل چې د افغانستان د ولسمشر د دې اعلان هرکلی کوي او ناټو یې ملاتړ کوي.

امریکا وايي چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري اعلان شوی اوربند به رعایت کړي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وویل، د ده تر مشرۍ لاندې ځواکونه به د روژې له ۲۷ د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند رعایت کړي.

نیکلسن ویلي«موږ به د افغانستان اعلان رعایت کړو څو افغانان روژه په خوشالۍ تېره کړي.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن ویلي چې هیواد یې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کوي.

جانسن ویلي«دا د تشدد د اندازې د کمولو او د سولې د خبرو د پیلولو لپاره یو فرصت دی.»

ملګروملتو هم د افغانستان د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

په کابل کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري د روژې په پای او اختر کې د اوربند اعلان ښه اقدام دی او باور لري چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نه هوارېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر ۵ پورې په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړ.

د ولسمشر غني په وینا دا اوربند یوازې طالبانو ته اعلان شوی دی، داعش او القاعده پکې نه شاملېږي.

ولسمشر غني وايي، افغان امنیتي ځواکونه به د داعش او القاعده پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

ښاغلي غني په عین حال کې ویلي دي چې په دې موده کې به افغان امنیتي ځواکونه یوازې دفاعي حالت لري او د طالبانو پر ضد به عملیات نه کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.