د ملګروملتونو یوه کارکوونکې او ماشوم یې له برمته کوونکو ژغورل شوي

دامریکاغږ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سړي تښتونکو یوې ډلې د ملګروملتونو د وګړو وجهي صندوق (UNFPA) یوه افغانه کارکوونکې او د هغې ماشوم، چې د جنورۍ په میاشت کې یې په کابل کې تښتولي وو، ژغورل شوي دي.

یومانا په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د افغان ښځینه کارکوونکې او د هغه د ماشوم په راخوشې کیدو خوښي ښودلې، خو د دغو دوو تنو د برمته کولو پر مهال د برمته کوونکو له خوا د ملګروملتونو د یو افغان موټر چلوونکي په برمته کولو او بیا وروسته په وژلو غوسه څرګنده کړې ده.

د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي ” د دې میرمنې او د هغې د ماشوم خوشې کیدل د دوی د کورنۍ، همکارانو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولې کورنۍ لپاره خورا لویه ډاډګیرنه ده”.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې مرستیالې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې، انګرید هایدن په دې اړه ویلي ” موږ له شرم څخه د دغه ډکی برمتې او د خپل همکار وژنه چې قصدي بریښي، غندو. موږ له هغو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو، چې له دغه ناوړه جرم څخه تر ټولو زیات زیانمن شوي او له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې تر خپل وسه هر هغه څه وکړي تر څو د دغې پیښې عاملینو سره حساب وشي. ”

دغې افغان میرمنې، چې په اعلامیه کې یې نوم نه دی اخیستل شوی د ملګروملتونو د وګړو وجهي صندوق (UNFPA) ادارې سره کار کوه.

د UNFPA د ادارې دوه افغان کارکوونکي د جنورۍ د میاشتې پر ۲۲ مه هغه مهال په کابل کې لادرکه شول، چې موټر یې د نامعلومو بریدګرو له لوري ودرول شو.

د هغوی موټر په همدې ورځ په کابل کې وموندل شو. خو د ډرایور مړی د مارچ د د میاشتې په ۱۶ مه موندل شوی وو.

یوناما په دې اعلامیه کې د افغان قانون پلي کوونکو ادارو او ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د دغو برمته شوو د خوشې کولو په برخه کې یې مرسته کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.