د ملي شورا د دواړو مجلسونو د اداري پلاوو ټاکنې تر سره شوې

 

 

کابل(پژواک، ١٧ کب ٩٥): نن د مشرانو جرګې د کميسيونونو د مشرانو پر ټاکنو سربېره، طيب عطا د جرګې د لومړي منشي، محمد نذير احمدزى د ولسي جرګې د دويم مرستيال او عرفان الله عرفان د ولسي جرګې نايب منشي په توګه وټاکل شول.

د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اووم کال د لومړۍ ناستې په دويمه ورځ، دواړو جرګو د اداري پلاوو د غړو د ټاکنې لپاره ټاکنې تر سره کړې.

ولسي جرګه

په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر قدير او ميرويس ياسيني او د خوست ولايت استازى محمد همايون همايون د لومړي مرستيال څوکۍ، په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازى حاجي محمد نذير احمدزى او د هلمند د خلکو استازى نعمت الله غفاري د جرګې د دويم مرستيال څوکۍ ته نوماندان وو.

د منشي پوست ته د هرات د خلکو استازى صالح محمد سلجقوقي او د بدخشان د خلکو استازى عبدالرووف انعامي ځانونه نوماند کړي وو او د کابل د خلکو استازي عرفان الله عرفان د مرستيال منشي پوست ته ځان نوماند کړى و.

د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي د ولسي جرګې د اداري پلاوي پوست ته د نوماندانو له اعلان وروسته وويل، دا چې د مرستيال منشي پوست ته يو کس نوماند دى، بايد په علني ډول رايه ورکونه تر سره شي چې په پايله کې يې عرفان د رايو په اکثريت سره د نايب منشي په توګه وټاکل شو.

تر دې وړاندې هم عرفان د نايب منشي په توګه دنده اجرا کوله.

ابراهيمي د درېيو پوستونو لپاره له ټاکنو وروسته اداري پلاوى اعلان کړ چې محمد نذير احمدزى د ١٣٣ رايو په تر لاسه کولو سره د دويم مرستيال په توګه وټاکل شو. تر دې وړاندې نعمت الله غفاري پر دې پوست کار کاوه.

په نننيو ټاکنو کې د لومړي مرستيال څوکۍ ته نوماندانو د برياليتوب لپاره مناسبې رايې نه درلودې.

د ولسي جرګې اوسني مرستيال حاجي ظاهر قدير ٥٦ رايې، محمد همايون همايون ٧٥ رايې او ميرويس ياسيني ٧٣ رايې تر لاسه کړې.

ابراهيمي وويل چې سبا به د دوو مخکښو نوماندانو(همايون او ياسيني) تر منځ د دويم ځل لپاره ټاکنې تر سره شي.

د ولسي جرګې د منشي پوست ته هم ولاړو کسانو د برياليتوب مناسبې رايې تر لاسه نه کړې.

د ولسي جرګې مشر وويل چې د منشي پوست ته تر اوسه پورې د کابل استازى عبدالقادر ځاځى، د پروان استازى عبدالستار خواصي نوماند شوي او ټاکل شوې چې ددې پوست لپاره به سبا ته رايې واخيستل شي.

مشرانو جرګه

د مشرانو جرګې د منشي پوست د نوماندانو(طيب عطا، محمد ګل رسولي او نجيبه حسيني) له منځه د کونړ د خلکو استازى طيب عطا د ٣٣ رايو په تر لاسه کولو سره د جرګې د منشي په توګه وټاکل شو.

تر دې وړاندې عبدالله قرلق د جرګې د منشي په توګه دنده تر سره کوله.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د جرګې په نننۍ ناسته کې اعلان وکړ چې په کميسيونونو کې د تفاهم په پايله کې محمدا جان منګل د کوچيانو، اقوامو او قبايلو کميسيون د مشر، عبداللطيف نهضت يار د پوهنې او لوړو زده کړو کميسيون د مشر، مولوي محى الدين منصف د تقنين، عدلي او قضايي چارو کميسيون د مشر، لطيف ژوندى د نړيوالو چارو کميسيون د مشر، شفيقه نوروزخېل د ښځو چارو کميسيون د مشرې او مير حاتم تره خېل د ولايتي شوراګانو او د مشرانو جرګې د غړو د خونديتوب کميسيون د مشر په توګه وټاکل شول.

خو د پنځو کميسيونونو مشران د جرګې په منځ کې د پټو ټاکنو له لارې انتخاب شول، ځکه چې د کميسيون غړو يې په اړه تفاهم نه درلود.

د رايې ورکونې په پايله کې محمد هاشم الکوزى د امنيتي او دفاعي کميسيون د مشر، نثار حارث د عامه سوکالۍ کميسيون د مشر، محمد حنيف حنفي د شکايتونو اورېدو کميسيون د مشر او لطف الله بابا د مواصلاتو او مخابراتو کميسيون د مشر په توګه وټاکل شول.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ محمد علم ايزديار د جرګې د لومړي مرستيال، ډاکټر محمد اصف صديقي د دويم مرستيال او ډاکټر فيصل سميع د جرګې د مرستيال منشي په توګه وټاکل شول.

د جرګو مشران

د يادونې ده چې د ملي شورا د دواړو جرګو مشران د يوې تقنيني دورې لپاره ټاکل کېږي. د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د تقنيني دورې تر پايه پر دې څوکيو پاتې کېږي.

د افغانستان د اساسي قانون په ٨٣مه ماده کې ويل شوي دي:((د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ مياشتې په لومړۍ نېټه د ټاکنو د پايلو له اعلان سره پاى ته رسېږي او نوې شورا په کار پيل کوي.))

خو ارګ د ١٣٩٤ لمريز کال په غبرګولي مياشت کې اعلان وکړ چې ولسي جرګه د ټاکنو د پايلو د اعلان تر نېټې پورې خپل کار ته دوام ورکوي. دغه ټاکنې تر اوسه پورې نه دي تر سره شوې.

د مشرانو جرګې د انتصابي غړو کاري موده هم د ولسمشر د فرمان له مخې، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو تر سره کېدو پورې غځول شوې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.