د ملي دفاع وزارت: پر غزني ښار د طالبانو برید کې ددغې ډلې ۳۰ کسان وژل شوي
تاند، چهارشنبه، د اسد ۲۹مه: د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي طالبانو له څو خواوو د غزني ښار د ارزوی کلان او ارزوی خرد سیمې په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو په اساس په غزني ښار د طالبانو د برید په پایله کې د دغې ډلې ۳۰ کسان وژل شوي او برید یې په شاه تمبول شوی دی.
دفاع وزارت وايي په دې نښته کې د طالبانو ډلې اړوند یو لوی تونل چې دوی ترې د موضع او پټنځای په توګه ګټه پورته کوله هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.
د ملي دفاع وزارت تر اوسه امنیتي ځواکونو ته په دغه نښته کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د غزني ښار اړوند د ارزو په کلي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته کې ددغه ولایت د پولیسو د ځانګړې قطعې آمر له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.
نظرات بسته شده است.