د مصالحې رهبرۍ شورا په قطر کې د بین‌الافغاني خبرو نېټه اعلان کړه

دآزادی راډیو

ټاکل شوې چې په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د اپرېل د میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې ترسره شي.

د افغانستان د پخلاینې د رهبرۍ شورا د چهارشنبې په ورځ په خپله دوهمه ناسته کې پرېکړه وکړه چې د قطر بین الافغاني ناسته به د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

ټاکل شوې وه چې دا ناسته د روانې اپرېل میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه جوړه شي، خو د پنځو ورځو لپاره وځنډېډه.

د دې شورا ویاند محمد عمر داودزي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د شورا په دوهمه ناسته کې د قطر د غونډې په تیاریو او له طالبانو سره د خبرو لپاره د پلاوي په ترکیب هم بحثونه وشول.
​په اعلامیه کې دغه شان راغلي چې په دغه غونډه کې د پخلاینې د رهبرۍ شورا د لېست د بشپړوونکې، د افغان حکومت له خوا د سولې د مرکچي پلاوي د ټاکلو او د مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو د کمېټو راپورونه هم وړاندې شول.

که څه هم افغان حکومت وړاندې ویلي وو چې د پخلاینې د شورا د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې به ټول موارد وروستي شي، خو د دې شورا یوه غړي محمد اسماعیل خان ازادي راډيو ته وویل چې د نن ورځې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې ټول موارد به د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ وروستي شي.

ده وویل:

“قطر ته په تلونکي پلاوي، همدا شان د پلاوي په رهبرۍ او د مرکچي پلاوي په ترکیب بحثونه وشول او له نېکه مرغه چې ښو پایلو ته ورسېدو او د شنبې په ورځ به یو وار بیا د نن ورځې په شان راټولېږو او په ټولو مواردو به وروستۍ پرېکړه کوو.
ښاغلي اسماعیل خان که څه هم په دې پلاوي کې د احتمالي ګډونوالو نومونه یاد نه کړل، خو ويې ویل چې مطرح سیاسي اشخاص او د ښځو او مدني ټولنو استازي به یې غړیتوب ولري.

نوموړي دغه شان وویل چې په دې ناسته کې د قطر د ناستې په اجنډا هم بحثونه وشول، خو په دې اړه يې جزیات ورنه کړل.

په ورته وخت کې یوې حکومتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې په ناسته کې د سولې په پروسه کې په سرو کرښو هم بحثونه وشول.

د دغې سرچینې په خبره، اسلامي جمهوري نظام، انتخابات، د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ ساتنه، د اوربند ډول او د اسلامي احکامو پلي کول هغه موارد وو چې د سرو کرښو په توګه یاد شول.

د پخلایني د رهبرۍ شورا په دوهمه ناسته کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترڅنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبد رب رسول سیاف، محمد محقق، یونس قانوني او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو برخه اخیستې وه، خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کې حضور نه درلود.

ومو غوښتل چې په دې ناسته کې د ښاغلي حکمتیار د نه ګډون په اړه د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر نظر واخلو، خو ونه توانېدو.

د قطر په ناسته کې د افغان حکومت استازي، افغان سیاسیون او طالب پلاوی برخه اخلي.

که څه هم طالبانو ویلي چې د حکومت استازي به په دې ناسته کې د افرادو په توګه برخه اخلي خو افغان حکومت ویلي چې د قطر په ناسته کې به د دوی استازي د حکومتي استازو په توګه برخه واخلي، نه د افرادو او اشخاصو په توګه.

راپور: اکرام الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.