“د مسعود ورځې د عامه نظم له اخلالوونکو دې جدي څېړنې وشي”
کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه، له هغو کسانو به چې د وږي په اتلسمه يې هوايي ډزې کړې او عامه نظم يې اخلال کړى، باید جدي څېړنې ترې وشي او قانون دې ورباندې پلى شي.
له ارګه د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه پرون مازديګر په ارګ کې جوړه شوې وه.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د فاریاب، جوزجان، بغلان، نورستان، کابل، اروزګان او فراه ولایتونو امنیتي وضعیت و ارزول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه له هړ اړخیز بحث وروسته د امنیتي حالت د ښه والي لپاره مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز د راتلونکو درېيو میاشتو پر احتمالي ګواښونو غور وشو او غونډې د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په لازمو تدابېرو او تیاریو د دښمن شوم پلانونه خنثي کړي.
د غونډې په دوام د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک د وږي میاشتې د ۱۷ او ۱۸مو نېټو (د مسعود ورځې) د پېښو په اړه چې د وسله والو د ډزو له امله یو شمېر کابل ښاریان زیانمن شول، راپور ورکړ.
هغه زياته کړه ، یو شمېر کسان نيول شوي او د زیاتو څېړنو لپاره لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
غونډې پرېکړه وکړه، هغه کسان چې د وږي میاشتې په ۱۷ او ۱۸مو نېټو یې وسله پورته کړې او د عامه نظم د اخلال تر څنګ د عامو وګړو د ځورونې لامل شوي، باید جدي څېړنې ورڅخه وشي او قانون ورباندې تطبیق شي.
د روانې مياشتې په اوولسمه او اتلسمه نېټه د جمعيت اسلامي د پخواني قوماندان او د دفاع وزير احمد شاه مسعود د تلين په مناسبت د هغه پلويانو په ښار کې ډزې کړې وې او د دوى د موټرو د کاروانونو د ترافيکي پېښو له امله ١٣ ښاريان ټپيان شوي وو.
د کابل ښاريانو ويلي وو چې د دغو کسانو د هوايي ډزو او بې ځايه تګ راتګ له امله هغوى ځورېدلي او زيانونه ورته اوښتي وو.
د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله څو ورځې مخکې د وزيرانو شورا په غونډه کې ويلي وو، چې دغه کړنې د توجيه وړ نه دي.
هغه ژمنه کړې وه چې په راتلونکي کې به دا ډول پېښې تکرار نه شي.
نظرات بسته شده است.