د مخابراتو وزارت وايي، د انترنیټ بیه به تر ۸۰ سلنې ټیټه کړي

 

 

تاند- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ولسمشر غني په سپارښتنه پر یوه داسې پلان کار کوي چې په هیواد کې د انترنیټي خدماتو بیه خورا ټیټه شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویندوی نجیب ننګیال وايي، د دې پلان پر اساس به په راتلونکو ۳ میاشتو کې د انترنیټي خدماتو محصول له ۶۰ تر ۸۰ سلنې پورې ټیټ شي.

ښاغلي ننګیال وویل « د ولسمشر له فرمان سره سم، چې تېره اوونۍ یې په یوه غونډه کې صادر کړ، موږ پر یوه پلان کار کوو چې پر اساس به یې په درست هیواد کې د ټولو مخابراتي کمپنیو د انترنیټ خدمات له ۶۰ تر ۸۰ سلنې پورې ټیټ شي.»

د روان میلادي کال په پیل کې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي و چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د نوري فایبر د وصل کېدو له کبله افغانستان ته د ارزانه انترنیټ لار پرانیستل شوې چې ورسره به د انترنیټ بیه خورا ټیټه شي خو عملاً په بیه کې د پام وړ بدلون رانغی.

تمه ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نوی سرپرست وزیر خپله ژمنه عملي کړای شي.

حاضردمه په افغانستان کې د انترنیټ بیه تر اکثرو هیوادونو لوړه ده او کیفیت یې هم له ډېرو ګاونډیو هیوادونو سره د پرتلې وړ نه دی.

خو له دې سره سره په افغانستان کې ورځ په ورځ د انترنیټ د کاروونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د معلوماتو له مخې، ۵ ملیونه افغانان له انترنیټه کار اخلي چې په سلو کې ۱۶ اعشاریه ۶۶ کېږي.

د ملګروملتو د ټیلي کمونیکشن نړیواله اداره وايي چې اوس د نړۍ د ټولو خلکو په سلو کې ۴۷ له انترنیټه کار اخلي او ۳ ملیارده او ۹ سوه ملیونه انسانان لا هم له انترنیټه بې برخې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.