د مالیې وزارت: پي آی اې د ۱۰ کلونو مالیه افغانستان ته نه ده ورکړې

 

 

تاند- د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (پي آی اې) له لسو کلونو راهیسي د افغانستان پوروړی دی.

د مالیې وزارت ویندوی اجمل عبدالرحیمزي نن وویل، د پاکستان (پي آی اې) هوايي شرکت له تېرو ۱۰ کلونو راهیسي افغانستان ته مالیه نه ده ورکړې.

ده وویل، د پاکستان هوايي شرکت باید ژر تر ژره د افغانستان حکومت ته پور ورکړي.

د مالیې وزارت سرچینې وايي چې د پاکستان هوايیي شرکت له ۲۰۰۵ م کال را په دې خوا د افغانستان حکومت ته مالیه نه ده ورکړې.

د مالیې وزارت ویندوی وايي، د دوو هیوادونو یو ګډ پلاوی ګومارل شوی چې د پي آی اې پورونه وڅېړي.

د عبدالرحیمزي په وینا دا پلاوی به د پي آی اې د پورونو اندازه معلومه او د پرې کولو نېټه وټاکي.

د افغانستان حکومت هر کال له هغو الوتکو، چې د افغانستان له فضا تېرېږي، په ملیونونو ډالر حق العبور اخلي. دغه راز هغه الوتکې چې د افغانستان په هوايي ډګرونو کې کښېني، باید د افغانستان هوايي ډګرونو ته مالیه ورکړي خو پاکستاني الوتکو له کلونو راهیسي د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته مالیه نه ده ورکړې.

پاکستاني هوايي شرکت په اوونۍ کې شپږ الوتنې کابل ته کوي او په وروستیو ورځو کې یې اعلان وکړ چې د کابل – اسلام اباد الوتنې نورې هم زیاتوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.