د لارو بندېدو افغان او پاکستاني سوداګرو ته ۸۴ ملیون ډالره زیان اړولی
تاند- د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له کبله د دواړو خواوو سوداګر د ورځې ۴ ملیون ډالره تاوان کوي.
الکوزي وویل، دا یوازې افغانستان نه دی چې تاوان کوي، پاکستاني فابریکې، سوداګر او باري ترانسپورتران هم لویه بیه پرې کوي.
د ښاغلي الکوزي له څرګندونو داسي ښکاري چې افغان او پاکستاني سوداګرو په ۳ اوونیو (۲۱ ورځو) کې ۸۴ ملیون ډالره زیان کړی دی.
افغانستان او پاکستان د یو بل لارو ته زیاته اړتیا لري. که افغانستان د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې واردات او صادرات کوي، پاکستان هم د افغانستان له لارې له منخنۍ اسیا سره راکړه ورکړه کوي.
له بلې خوا افغانستان د پاکستاني محصولاتو لپاره تر ټولو لوی بازار دی خو د پاکستان له لوري د لارو د بندېدو له کبله د پاکستاني اجناسو ځای ایراني او چینايي جنسونه نیسي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو او د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر اساس افغانستان په ۲۰۱۶ م کال له پاکستان څخه د یو نیم ملیارد ډالرو په ارزښت واردات لرل خو افغانستان بیا پاکستان ته ټولټال د ۳۰۰ ملیون ډالرو صادرات کړي دي.
افغانستان په وروستیو دوو کلونو کې د منځنۍ اسیا او ایران لارو ته پاملرنه زیاته کړې او اوس د پخوا په پرتله، چې ډېره اتکا یې د کراچۍ پر بندر وه، واردات د دغو هیوادونو له لارو کوي.
پر تجارت سربېره پاکستان له افغانانو ډېرې پیسې د درملنې او سیاحت له درکه ترلاسه کوي.
ویل کېږي چې د لارو د بندېدو له کبله شاوخوا ۲۵ زره افغانان په پاکستان کې ایسار شول چې لویه برخه یې د هغو افغانانو ده چې د درملنې لپاره پاکستاني ښارونو ته تللي ول.
یو شمېر نور افغانان د لوېدیځو هیوادونو د وېزو د ترلاسه کولو لپاره اسلام اباد ته ځي. د هغوی د تګ راتګ له کبله د پاکستان هوايي شرکت کابل ته الوتنې زیاتې کړي دي. خو که د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له اړوندو هیوادونو وغواړي چې افغانانو ته که په کابل کې وېزه نه شي ورکولی نو په هند یا د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې دې ورکړي، پر پاکستان به د افغانانو اتکا نوره هم لږه شي.
نظرات بسته شده است.