د قطر ناسته پيل شوه، خو خلیلزاد ترې ووت

 

تاند: په قطر کې له افغان خبریالانو، فعالانو، سیاسیونو او د ښځو له استازو سره د طالبانو غونډه پيل شوه.

سرچینې وايي، په دې غونډه کې ۱۷ طالب مشرانو ګډون کړی خو زلمی خلیلزاد له غونډې څخه لس دقیقې وروسته وتلی دی.

خلیلزاد له دغې غونډې څخه وړاندې له خبریالانو سره په خبرو کې نننۍ ورځ د افغانانو لپاره ډېره ښه یاده کړه او د یوه ښه تفاهم د رامنځته کېدو هیله یې ورته وکړه.

په غونډه کې د طالبانو په استازیتوب امیرخان متقي رسمي وینا اوروي او تر رسمي ویناوو وروسته به د دواړو لوریو ترمنځ ازاد بحثونه وشي.

قطر ته تللي د افغان پلاوي غړي وايي، طالبانو بیګا له افغانانو سره لنډې ناستې هم کړي دي چې نننۍ غونډه کې پر څه شي بحث وشي؟

دغه راز ویل شوي چې افغان لوری به له طالبانو څخه په لومړي سر کې د اوربند غوښتنه وکړي.

د افغانستان له لوري به عمر زاخیلوال او ځینې نور مشران ویناوې وکړي.

د نننۍ غونډې دوام به د غرمې له وقفې وروسته تر څلورو بجو روان وي او سبا به د دواړو لوریو ګډ پریکړه لیک هم ترتیب شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.