د قطر د ناستې د راستانه شويو ښځینه ګډون کوونکو هیلې او اندیښنې

دآزادی راډیو

د قطر د ناستې ګډون کوونکي چې راستانه شوي، په خبرو کې یې اندیښنې او خوشبینۍ شته.

د قطر په ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي یو شمېر غړي وايي، کوم بدلون چې د طالبانو په رویه کې لیدل شوی د سولې د خبرو پیل او د ښځو راتلونکي ته په‌کې خوشبینې پیدا شوې ده.

د غې ناستې یوې ګډون‌والې او د افغان مېرمنو د شبکې غړې ماریا اکرمي د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې څه چې د قطر په ناسته کې مطرح شوي، خوشبیني ورته ښيې او وايي چې د دغې خبرو راتلونکې ته هیله منده ده: “دا یو ښه پیل کیدای شي، موږ خوشبینه یو، خو سل په سلو کې باوري نه یو چې ایا دغه با تربیه طالبان چې د قطر په ناسته کې ېې له موږ سره ډېر ښه چلند وکړو او هغه طالبان چې په سنګرونو کې جنګېږي، هم همدغه شان نظر لري که نه؟ طالبان اوس هم د اسلامي اماراتو لید لوری لري، هغه لید ته چې ویل یې درناوی یې او په رښتیا سره ولیدل شول ورته یې لري، خو څرنګه چې موږ په ټولنه کې فعالیت لرو ښايي ډېر وخت ونیسي او زموږ مسؤلیت دی چې د عامه ذهنونه بدل کړو.”

بلإخوا د قطر د ناستې د پلاوي یو شمير نور ګډون‌وال بیا اندیښنې لري چې ممکن طالبان له سولې وروسته په‌دغو باورونو کې بدلون راولي.

د قطر په ناسته کې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او اوربند ټینګار وشو.

د دې ترڅنګ د ملکيانو خوندیتوب، د لاسته راوړنو ساتنه او د ښځو په برخه کې شوي پرمختګونه هغه نور موارد وو چې د دغه پلاوي غړي ورته اشاره کوي.
دوی وايي، طالبانو لومړی په اسلامي امارت ټينګار درلود، خو د بحثونو په پایله کې د هغوی دا نظر بدل شو چې دغه چاره د تېرو کلونو لاسته راوړنو او د سولې د بین الافغاني خبرو پېلېدو ته هیلې زیاتوي.

په ورته وخت کې د دغه پلاوي يوه بله غړې شاه ګل رضايي وايي، د قطر په ناسته کې ښځینه ګډون کوونکو تر ډېره د ښځو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب او په‌دې برخه کې په شته وو اندېښنو بحثونه وکړل، خو دا چې دې غوښتنو او اندېښنو ته د طالبانو ځواب څه و؟ په‌دې اړه اغلې رضايي څه ونه ویل.

هغه ټینګار کوي چې په راتلونکو ناستو کې هم باید يادو موضوعاتو ته جدي پاملرنه وشي.

بل‌خوا د ښځو د شبکې غړې ثریا پرلیکا وايي، په‌دې اړه هېڅ تضمین نشته چې ښځې به يو ځل بیا د طالبانو د دورې په شان حالت سره نه مخ کېږي:”له هغو کړنو چې جنجال پارونکي دي باید ډډه وشي، څه تضمین موجود دی چې هغه کسان دې افغانستان ته راشي او هغه ښځه چې د خپل نارینه په خوا کې ولاړه وي، سپکاوي به یې نه کېږي، دا ټکي باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي.”

مدني فعاله عادله وايي، افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو په بدل سوله و نه مني، خو د ملي يووالي حکومت له دې وړاندې ویلي چې په هېڅ صورت به د ښځو پر حقونو معامله ونه‌کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.